فيضي: د هلمند بمباري د اوباما د ليک خلاف عمل دى

فيضي
Image caption د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي وايي که بمبارۍ دوام وکړي د امنيتي تړون لاسليک به نور هم وځنډيړي

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وايي د هلمند ولايت په گرمسير ولسوالۍ کې د پنجشنبې په ورځ ( د نومبر ٢٨) د امريکايي ځواکونو له خوا بمباري د ولسمشر اوباما د هغه ليک خلاف عمل دى چې د افغانستان مشورتي لويې جرگې په ترڅ کې يې ولسمشر کرزي ته ليکلى و.

دوى وايي ولسمشر اوباما خپل افغان سيال ته ډاډ ورکړى و چې د افغان کورنو درناوى به کوي او د افغانانو عزت او ورځنى ژوند به خوندي کوي.

په کابل کې د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل:

" موږ پر افغان کورنو باندې د ټولو پوځي عملياتو سملاسي بندېدل غواړي که داسې ونه شي نو دغه عمل به د امريکا او افغانستان تر منځ د پوځي او امنيتي تړون لاسليک نور هم وځنډوي."

ښاغلي فيضي زياته کړه چې افغان غاړه په دې هيله ده چې امنيتي او پوځي تړون په دې مانا نه وي چې افغانان يوه بله لسيزه هم په نا امنيو، د ملکو وگړيو په قربانيو او د هېواد دپه ځينو برخو کې د طالبي چارو په دوام تېره کړي.

افغان چارواکي وايي چې د پنجشنبې په ورځ د هلمند په گرمسير ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو د بمبارۍ له امله د ماشومانو او مېرمنو په گډون ملکي کسان وژل شوي دي.

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ ځواکونه وايي چې دوى به د دغې پېښې پلټنه کوي.

د افغانستان او امريکا ترمنځ د پوځي او امنيتي تړون لاسليک لا هم د ولسمشر کرزي له خوا د ځينو اندېښنو د نه حل کېدا له امله ځنډېدلى دى.

ورته مطالب