"په دوو ورځو کې پر کونړ له ۳۰ زياتې مرمۍ ويشتل شوې"

Image caption افغان چارواکي وايي په تېر څو کلونو کې پر کونړ ګڼ شمېر توغندي ويشتل شوي

پر کونړ په تېرو دوه ورځو کي د پاکستان له لوري له ۳۰ زياتې مرمۍ توغول شوي دي.

د کونړ د پولیسو مشر وايي پر دانګام او شیګل ولسوالیو وار شويو توغندیو د سر زیان نه دی اړولی، خو وايي په دغه کال کې څه باندې زر توپچي ګوزارونو اته ولسي وګړي وژلي او اتلس نور يې ټپیان کړي.

د شنبې ورځې (د نومبر ۳۰ مې) بریدونه داسي مهال کېږي ،چې د پاکستان لومړي وزیر دسولې خپرو په نیت کابل ته رسېدلی دی.

په کونړ کې د بي بي سي خبريال نعمت الله کریاب په خپل رپورټ کې وايي دغه بریدونه پر دانګام او شیګل ولسوالیو شوي دي.

د کونړ پولیسو مشر مل پاسوال عبدالحبيب سید خیل په یوه خبرې ناسته کې تازه بریدونه وغندل او دا يې د سولې دروانو خبرو پر شاتګ وباله.

ده وويل "د پاکستان سرحدي ځواکونو له لوري ۱۸ توغندي پر دانګام ويشتل شوي، او د جمعې پر ورځ د شيګل ولسوالۍ پر سونو کلي توغندي وار شوي خو، دخدای په فضل مرګژوبله يې نه ده اړولې."

نوموړی وايي دغه بریدونه هېڅ بې هېڅه د پاکستان له لوري تر سره کېږي چې په وینا يې د افغانستان حکومت باید دپاکستان له لومړي وزیر نه په کلکه د بریدونو درولو غوښتنه وکړي.

ښاغلي سيد خېل زياته کړه "دغه بريدونه له کومې پلمې پرته ترسره کېږي، له ډېورېنډ کرښې سره زموږ ځواکونو کومه سرغړونه نه ده کړې، او نه هم له دې لوري پر هغوی کوم بريد شوی، موږ تل د دغو بريدونو درولو غوښتنه کړې ده."

د کونړ پولیسو مشر وايي د دې کال له لومړیو نه تر اوسه څه کم ۱۵ سوه بریدونه شوي چې په وینا يې اته ملکي وګړي ېې وژلي او اتلس نور ېې ټپیان کړي دي.

چارواکي وايي ګڼ کورونه او څاروي هم د دغو بریدونو له امله له منځه تللي او له ډېرو سیمو نه خلکو کډې کړې ده.

د ځینو باور دا دی، چې ښايي یو شمېر کړۍ په لوی لاس د سولې هڅو پر وړاندې د خنډونو راپورته کولو په موخه پر ډېورېند کرښه د تاو تریخوالي زياتوالي ته لمن وهي.

د پاکستان حکومت وايي کله کله د کرښې له افغان لوري نه د دوي پر پوستو بریدونه کېږي او ګواکي د پاکستان سره جنګېدونکي طالبان له ډېورېنډ وراوړي.

خو افغان چارواکي وايي پر پاکستان د دوي له خاوري بریدونه نه دي شوي.

ورته مطالب