د افغان پروژو همغږې کوونکې کاري ډله جوړه شوه

Image caption په افغانستان کې د اوبو، کانونو، سړک جوړولو او بريښنا پروژې په کار بوختې دي

افغان حکومت د بنسټیزو پروژو د پلي کووونکو وزارتونو او دولتي ادارو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو په موخه یوه نوې کاري ډله رامنځته کړه.

دا نوې ډله د بنسټونو د پراختیا کلستر په نوم یادیږي او مشري یې د فواید عامې وزارت کوي.

چارواکي وايي دا نوې کاري ډله به د وزارتونو او مرسته کوونکو ترمنځ د همغږۍ د نشتوالي له امله رامنځته شوې ستونزې هوارې او د پروژو په پلې کولو کې به روڼتیا رامنځته کړي.

سميع الله موسی زی په خپل راپور کې وايي، له دې وړاندې پنځه کلسترونه یا کاري ډلې د چارو د ښه پرمخ بیولو لپاره رامنځته کړای شوي دي.

په دې کاري ډله یا کلستر کې د اقتصاد، مالیې، کانونو او پترولیم، انرژي او اوبو، ترانسپورټ، فواید عامې او ښاري پراختیا وزارتونه غړیتوب لري.

د کابل ښاروالي او د نوي کابل ښار مستقل بورډ به هم په راتلونکې کې د دې کاري ډلې غړیتوب ترلاسه کړي.

د فواید عامې وزیر نجیب الله اوژن او د دې کاري ډلې مشر د دې کلستر د دفتر د پرانستلو پرمهال وویل د بنسټیزو پروژو په برخه کې د همغږۍ نشتوالي اړ کړل چې دغه ډله رامنځته کړي:

''د دې کلستر د جوړولو اړتیا ځکه رامنځته شوه چې د پروژو په پلي کولو کې انډول په پام کې نه نیول کیده. داسې پروژو ته لومړیتوب ورکول کیده چې د بنسټونو په رامنځته کولو کې یې اغیز کم''.

ښاغلی اوژن وايي، دا کلستر به وکولی شي دا ټول پروګرامونه سره یوځای کړي او د اړونده ادارو په پروګرامونو کې چې کومه ګډوډي وه هغه به له منځه ولاړه شي.

د دې کلستر مالي لګښت په راتلونکو څلورو کلونو کې ۷۰ ملیونه ډالره اټکل شوی، چې نړیوال بانک په غاړه اخيستی.

د افغانستان د فواید عامې وزیر هیله څرګنده کړه چې د دې کاري ډلې په رامنځته کیدو به افغان حکومت وکولی شي له نړیوالو مرستو په اغیزمنه توګه ګټه واخلي:

''موږ هیله لرو چې د افغانستان د بنسټیزو پروژو د دې کاري ډلې په رامنځته کولو سره په معقوله او منطقي توګه د نړیوالو له مرستو ګټه واخستل شي. دا یو ښه زیری دی. له دې لارې به موږ وکولی شو چې د مرسته کوونکو په ملاتړ داسې پروژې ډیزاین کړو چې له یوې خوا خلکو ته د کار زمینه برابره کړو او له بلې خوا په هیواد کې اقتصادي بنسټونو جوړ کړو، تر څو چې موږ له اقتصادي پلوه په خپلو پښو ونه دریږو افغانستان به هیڅکله د نورو په مرسته ودان نه شي''.

په افغانستان کې د بنسټیزو پروژو د پلي کوونکو وزارتونو او ادارو ترمنځ د همغږۍ ډله داسې مهال رامنځته کیږي چې د چارواکو په وینا د افغانستان د بیارغاونې په اړه د توکیو په کانفرانس کې د منل شویو ۲۱ پروژو ډیزاین بشپړ شوی او پلي کولو ته چمتو دي.

په دې پروګرام کې د کانونو راسپړل، د سړکونو پراخول، د هوايي ډګرونو او د بریښنا بندونو رغول، کرنې او یو شمیر بنسټیزې پروژې شاملې دي.

چارواکي وايي دا پروژې افغان متخصصینو له نړیوالو معیارونو سره سمې ډیزاین کړي دي.

د دوی په وینا دا کاري ډله به د حکومتي ادارو د راتلونکو پرمختیايي پروژو څارنه هم کوي.

ورته مطالب