''سږکال د مرستندويه ټولنو ۳۶ کارکوونکي وژل شوي''

Image caption درې ورځې وړاندې د يوې مرستندويه ټولنې پنځه انجينران په شمال کې ووژل شول

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري مرستو پر کارکوونکو د بريدونو د ډېرېدو په اړه خبرداری ورکړی او په اړه يې اندېښنه په ډاګه کړې ده.

د ملګرو ملتو سازمان دغه اندېښنې پر داسې مهال راپورته کوي، چې په وروستيو ورځو کې په شمالي ولايت فارياب کې په دوو پيښو کې ۱۲ غير دولتي کارکوونکي د وسله والو له لوري ووژل شول.

د دغو پېښو په اړه د فارياب سلګونه کسانو لاريون کړی و.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د بشري مرستو همغږی کوونکی مارک بودن وايي: ''زه د دغې لړۍ په اړه خورا اندېښمن يم. دا په داسې حال ده چې افغانستان د لېږد په پړاو کې ده او امکان لري په دغه هېواد کې بشري مرستو ته اړتيا زياته شي''.

درې ورځې وړاندې د فرانسې د يوې مرستندويه ټولنې 'اکتېد' پنځه انجينران د افغانستان په شمال کې ووژل شول.

د ملګرو ملتو د شمېرو له مخې د روان میلادي کال له پيله تر اوسه په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو ۷۳ کارکوونکي وژل شوي، ټپي شوي او يا تښتول شوي دي.

دوی وايي دغه شمېرې د ۲۰۱۲ کال په پرتله څو ځله زياتې دي.

دغه راز دغه شمېرې له ۱۹۹۷ کال نه چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري مرستو د کارکوونکو د تلفاتو او تښتول کېدو د ثبتولو چاره پيل کړه، هم زیاتې دي.

څلور ورځې وړاندې د افغانستان په سويل کې په یوه جلا پېښه کې د مرستو رسولو درې کارکوونکي د سړک د غاړې ماين ووژل.

ملګري ملتونه وايي سږکال په افغانستان کې د مرستو رسولو ټولټال ۳۶ کارکوونکي وژل شوي دي.

ټاکل شوې بهرني ځواکونه د راتلونکي کال تر پايه له افغانستان نه ووځي، او افغان امنيتي ځواکونه له طالبانو سره د جګړې بشپړ مسووليت پر غاړه واخلي.

ورته مطالب