کرزي له پاکستانه د ملا برادر بشپړه ازادي غوښتې

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په کابل کې د افغانستان ولسمشر او پاکستاني لومړي وزیر نواز شریف هوکړه کړې، چې ملا برادر او له پاکستاني زندانونو به ټول افغان طالب بندیان په بشپړه توګه خوشي کړي.

د افغانستان له ولسمشرۍ دفتره خپره شوې ویناپاڼه وايي، کرزي او شریف په خپلو خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې پر بهیر، سوداګریزې او ترانزیتي پراختیا او د ترهګرۍ پرضد مبارزې د ګړندي کولو ژمنې وکړې.

د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف د دویم ځل لپاره د لومړي وزیر په توګه له ټاکل کېدو وروسته، دا کابل ته د هغه لومړی سفر دی، چې افغان چارواکو سره پر خپلمنځي ستونزو غږېږي.

نواز شریف د تېرې شنبې په ورځ (نومبر ۳۰/قوس (لیندۍ) لسمه) کابل ته په یوه ورځني سفر تللی و.

په ارګ کې دواړو مشرانو خبریالانو ته لنډې ویناوې وکړې، خو د خبریالانو ډېرې پوښتنې یې د وخت د کمښت له کبله ځواب نه کړې.

له امریکا سره د مشورې شرط

پاکستاني لومړي وزیر ژمنه وکړه، چې له ملا برادر سره د هغه د کورنۍ د غړو د لیدو لپاره به زمینه برابره کړي، او اسلام اباد ملا برادر له بشپړې ازادۍ سره موافق دی، خو په دې کې یې له امریکا سره سلامشوره شرط وبلله.

دواړو لورو د افغانستان د سولې بهیر کې د امریکا پر همکارۍ هم ټينګار وکړ.

خو افغان ولسمشر پاکستان کې د اورپکو د پټن ځایونو له منځه وړل یوه مهمه موضوع وبلله.

Image caption افغان ولسمشر پاکستان کې د اورپکو د پټن ځایونو له منځه وړل یوه مهمه موضوع وبلله.

له ګاونډیو هېوادونو پاکستان په افغانستان کې ډېر نفوذ لري. د پاکستان لومړي وزیر ژمنه وکړه، چې د افغان سولې راتګ لپاره به یې هېواد پوره همکاري وکړي، چې په وینا یې افغانستان کې د سولې راتګ د پاکستان په ګټه دی:

''پاکستان د افغانستان سولې بهیر پراختیا لپاره هر ډول ممکنه همکارۍ ته چمتو دی. اوس ددې وخت رارسیدلی چې د پرمختګ لپاره کلک او قاطع ګامونه اوچت کړو. د سولې خبرو ته دوام ورکړو چې ښې پایلې تر لاسه کړو. په افغانستان کې دسولې او امنیت تامین د پاکستان هیله ده او موږ به په همدې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړو. افغانستان یو خپلواک هیواد دی او منتخب ولسمشر لري. موږ د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون په اړه د افغانانو د پرېکړې ملاتړ کوو''.

ورته مطالب