امريکا پر افغان پوځ او پوليسو اکمالات بند کړي

Image caption افغان چارواکي وايي د پوليسو او پوځ د هغو ټولگيو چارې ټکنۍ شوي چې ورباندې سونگ توکي او نور مرستندويې چارې بندې شوې دي.

افغان چارواکي وايي امريکا د افغانستان د پوليسو او ملي پوځ پر ځينو قطعو سونگ توکي او نور رسد بند کړي دي. د افغانستان د ولسمشرۍ له دفتره د خپرې شوې يوې وينا پاڼې پر بنسټ، د افغانستان د ملي دفاع او کورنيو چارو وزيرانو دغه څرگندونې د ملي امنيت د شورا په غونډه کې کړي دي.

افغان چارواکي وايي د پوليسو او پوځ د هغو ټولگيو چارې ټکنۍ شوي چې ورباندې سونگ توکي او نور مرستندويې چارې بندې شوې دي.

د افغانستان د ولسمشرۍ په خپرې شوې وينا پاڼه کې ادعا شوې چې له دغه اقدام نه د امريکا موخه دا ده چې د دوه اړخيز امنيتي تړون د لاسليکولو لپاره پر افغان حکومت فشار واچوي.

افغان حکومت د امريکايي چارواکو دغه کړنه د دوى د ژمنو خلاف چاره بللې ده.

د امريکا او افغانستان ترمنځ د دوه اړخيز امنيتي تړون په تړاو بللې شوې مشورتي لويې جرگې ته په خپله وينا کې ولسمشر کرزي وويل:

" امنیتي تړون به تر هغه لاسلیک نشي چې راتلونکې ولسمشريزې ټاکڼې په سمه توگه تر سره شوي نه وي، او امریکا د افغانانو پر کورونو د عملیاتو د بندولو او په عملي ډول د سولې په پروسه کې تضمین او ډاډ نه وي ورکړی."

افغان ولسمشر په کابل کې د امريکا د ملي امنيت له سلاکارې سوزان رايس سره په خبرو اترو کې بيا پر خپل دريځ ټينگار وکړ.

آغلې رايس په خپلو څرگندونو کې وويل چې د راتلونکي کال تر ټاکنو وروسته د امنیتي تړون د لاسلیک چاره ځنډول د منلو وړ نه دي او ښايي له افغانستانه د خپلو ټولو ځواکونو پر وتلو غور وکړي.

خو د افغانستان د ولسمشرۍ وياند ايمل فیضي وايي امریکا دغه ډول څرګندونې پر افغان حکومت د فشار اچولو لپاره کوي او له افغانستان نه د ټولو امریکايي ځواکونو اېستل په خپله د واشنګټن په ګټه نه دي.

ورته مطالب