ارګ د ټاکنو ځنډېدو راپورونه رد کړل

ایمل فیضي
Image caption ایمل فیضي ویلي، چې د ټاکنو د نېټې بدلولو راپورونه سوچ دروغ دي.

د افغانستان حکومت هغه رپوټونه رد کړي، چې ګني ولسمشر حامد کرزي د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته د ټاکنو د نېټې غځولو وړاندیز کړی دی.

ځینو رسنیو ویلي وو، چې د ټاکنو کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني مشرانو جرګه کې ویلي وو چې ''د هوا او چاپېریال په اړه اندېښنې شته. ان ولسمشر هم وړاندیز کړی، چې په دې اړه بدلون پام کې ونیسو، ځکه چې هغه ته هم د خلکو شکایتونه رسېدلي دي. ما ولسمشر ته وویل موږ هېڅ بدلون نه شو راوستلی، ځکه چې د ټاکنو د ترسره کېدو نېټه په اساسي قانون او د ټاکنو قانون کې مشخصه شوې ده''.

د ولسمشرۍ ویاند ایمل فیضي بي بي سي ته ویلي، چې د ښاغلي نورستاني خبرې ناسمې تعبیر شوې دي، او ولسمشر هېڅکله د ولسمشریزو ټاکنو د نېټې د بدلون وړاندیز نه دی کړی:

''کله چې د ټاکنو کمیسیون د ټاکنو نېټه مشخصه کړه، ولسمشر ټولو حکومتي بنسټونو ته لاښوونه کړې، چې د ټاکنو لپاره ټاکل شوې نېټه پام کې ونیسي''.

په پام کې ده، چې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د راتلونکي حمل/وري پر شپاړسمه وشي، چې پر دغه وخت به د هېواد ځینو برخو کې واوره لاپاتې وي.

د کرزي دوه شرطونه

د ولسمشر ویاند همداراز ویلي چې د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي تړون لپاره د ولسمشر حامد کرزي دوه شرطونه لا پرځای پاتې دي او د امریکا غبرګون او ځواب ته په انتظار دی:

''هغه دوه شرطونه چې ولسمشر مطرح کړي، یو یې د بهرنیو ځواکونو له لوي د ټولو پوځي عملیاتو درول دي، هغه که هوايي وي یا ځمکني. او بل د سولې د بهیر پیلېدل دي. په دې دوو مواردو کې موږ لاهم د امریکا د حکومت ځواب ته په انتظار یو''.

ښاغلي فیضي زیاته کړه، له دې دوو شرطونو پرته افغانستان د امنیتي تړون په اړه نور هېڅ شرط نه لري.

ورته مطالب