ایساف: د ټاکنو د امنیت لپاره ګډ پلان جوړوو

Image caption لاهم په ځینو سیمو کې ننګونې شته. خو دا هم باید ومنو، چې زموږ افغان ملګري به دغو ستونزو ته په راتلونکې کې په يواځې سر د حل لاره پیدا کوي

په افغانستان کې مېشت نړیوال سوله ساتي ځواکونه ایساف وايي، له افغان ځواکونو سره د راتلونکیو ټاکنو د امنیت په ټینګښت کې مرسته کوي.

ایساف وايي، له امنیتي وزارتونو سره په ګډه په یوه داسې پلان کار کوي، چې له مخې د ټاکنو لپاره امنیتي ننګونې اوارې کړي.

په کابل کې د ایساف ځواکونو ویاند برید جنرال هینز فیلډمن له بي بي سي سره په ځانګړو خبرو کې وویل ((امنیتي مسایل د راتلونکو ټاکنو لپاره بې له شکه، چې مهم دي))

حفیظ الله معروف له ښاغلي فیلډمن سره د ټاکنو په امنیت کې ایساف پر رول مرکه کړې، چې دلته یې لوستی شئ:

لومړۍ پوښتنه : لومړی په افغانستان کې د امنیتي حالت په اړه خپله ارزونه راته ووايی؟

لومړی ځواب: موږ د جګړې دماموریت په پای کې یوو او زموږ ارزونه دا ده، چې افغان ملي ځواکونو ډیره ښه د دې وړتیا ښوولې، چې ننګونو ته ځواب ووايي او د افغانستان د ښمنانو پرضد مبارزه وکړي. نو دوی د دغو ټولو ننګونو مقابله کړې او موږ وینو چې د دوی وړتیا اوس له بل هر وخته ښه ده.

دویمه پوښتنه: خو د دوی مرګ ژبله اوس د تیر په پرتله ډیره شوې ده؟

د ویم ځواب: تاسې پوهيږئ، چې افغان ملي ځواکونه اوس په ټول افغانستان کې دامنیت مشري په غاړه لري. او دا لومړی ځل دی چې افغان ځواکونه په دې کال کې دغه ډول مشري کوي. دوی لومړني کسان دي، چې د دښمنانو پرضد جګړه کوي. نو له بده مرغه دا طبعي خبره ده، چې دوی له مرګ ژوبلې سره مخامخ کیږي. زه دا درته ویلای شم، چې موږ له خپلو افغان ملګرو سره له نژدې کار کووو، چې په پاتې برخو کې یې هم د دوی مسلکي وړتیا لوړه کړو.

درېیمه پوښتنه.: موږ د افغانستان په لریو سیمو، په ځانګړي ډول په کندهار، هرات او ځینو نورو ځاینو کې له خلکو سره خبرې وکړي، هغوی ویل هلته یې په ځینو سیمو کې امنیت ورځ تر بلې خرابیږي، تاسې ورته څه ووايي؟

درېیم ځواب: موږ اوس په یوه داسې بهیر کې یوو، چې له مخې به یې افغان ځواکونوته امنیت لیږدوو. خو لا هم موږ یاني ایساف خپل ماموریت ته ژمن یوو، چې د اړتیا په صورت کې خپلو افغان ملګرو سره د ۲۰۱۴ کال تر پایه مرسته وکړو. اوس نو دا زموږ دافغانان ملګرو مسوولیت دی، چې د حالاتو اټکل وکړي او لومړیتوبونه په نښه کړي او هغو ننګونو ته ځواب ووايي، چې تاسې یې اوس یادونه وکړه. هو! لاهم په ځینو سیمو کې ننګونې شته. خو دا هم باید ومنو، چې زموږ افغان ملګري به دغو ستونزو ته په راتلونکې کې په يواځې سر د حل لاره پیدا کوي.

څلورمه پوښتنه: نو فکر کوئ، دغه ستونزې چې تاسې یې یادونه وکړه، راتلونکې ټاکنې اغیزمنې کړي؟

څلورم ځواب: امنیتي مسایل د راتلونکیو ټاکنو لپاره یوه لویه موضوع ده او په دې کې شک نشته. زه دا درته ویلی شم، چې امنیتي وزارتونه یانې دفاع وزارت او د کورنیو چارو وزارت د دغو ستونزو دحل لپاره په ګډه کار کوي. دوی سر له اوسه دټاکنو دامنیت لپاره پلان جوړ کړی او پرته له شکه، چې موږ به له خپلو افغان ملګرو سره یو ځای کار کوو چې په ګډه امنیتي ستونزې له منځه یوسوو او دا کار په ګډه کوو.

پنځمه پوښتنه: نو راته ویلای شئ، چې د ټاکنو لپاره په امنیت کې به خپله ستاسې یانې د ایساف ونډه په ټوله کې څه وي؟

پنځمه پوښتنه: تاسې پوهيږئ، چې افغان ځواکونه د ټاکنو لپاره دامنیت مشري پر غاړه لري. هغه څه، چې موږ یې کوو او هغه څه چې زموږ افغان ملګري یې کوي دا دي، چې موږ دحالاتو ارزونه کوو او داسې پلان جوړوو چې ممکنه ننګونو ته ځواب ووایوو.

د دغه پلان له مخې، دوی یانې افغان ځواکونه له موږ څخه غوښتنه کوي، چې په کومو سیمو کې ورسره مرسته وکړو او په ځآنګړي ډول همدغه به زموږ ونډه وي. اجازه راکړئ، چې لږ یې نور هم روښانه کړم، موږ به لوجیستکي مرسته کوو. موږ به د چورلکو مرسته کوو. ښايي موږ په نورو برخو کې هم مرسته وکړو، ما یواځې دوه ډوله مرستې دبېلګې په ډول درته وویلې. موږ له وړاندې دې ټکي ته رسیدلي یوو، چې نړیواله ټوله او ایساف د دغه بهیر په اړه ډیر ډاډه یوو. کله چې د پلان او وخت خبره مطرح کیږي، نو موږ د ۲۰۰۹ کال د ټاکنو په پرتله اوس دامنیت له پلوه ډیره ښه چمتوالی لرو. نو موږ په یوه ښه بهیر کوې یوو او کافي وخت لرو، چې د ممکنه ننګونو لپاره د حل لارې پیدا کړو.

شپږمه پوښتنه: نو په ځانګړي ډول څوک باید له تاسې نه د مرستې غوښتنه وکړي؟ د کومې کچې چارواکی. وزیر، والي، ولسوال او یا هم قومندان؟

شپږم ځواب: د مرستې غوښتنه باید زموږ افغان ملګري وکړي. افغان حکومت باید پر موږ دمرستې غږ وکړي. دوی باید له ایساف نه غوښتنه وکړي، چې د ستونزو په برخه کې یې لاس نیوی وکړو. دغه غوښتنه باید د وزارت په کچه وي او پر ټول هېواد باید اغیز ولري.

اوومه پوښتنه: جنرال صیب، پوښتنه دا ده، هغه کوم کارونه دي چې تاسې کولای شئ او افغان ځواکونه یې نه شي کولائ ؟

اووم ځواب: موږ اوس په یوه داسې بهیر کې یوو، تر څو هغه کارونه مالوم کړو، چې زموږ افغان ملګري یې په یواځي سر کولای شي. او په کومو برخو کې د ایساف مرستې ته اړتیا لري. نو ځکه دا به لږ له وخته وړاندې وي، چې په اړه یې ډیر څه ووایم. خو موږ له افغان ملګرو سره له نژدې کار کوو، چې دغې پوښتنې چې تاسې وکړه، ځانګړی ځواب پیدا کړو.

اتمه پوښتنه: نو کله، چې تاسې دهمکارۍ خبره کوئ، نو ایا د ټاکنو پرمهال به تاسې له خپلو افغان ملګرو سره استخباراتي مالومات هم شریکوئ؟

اتم ځواب: استخباراتي مالومات د ټولو پوځي عملیاتو دبریالیتوب بنسټ بلل کیږي. نو بې له شکه به دوی سره استخباراتي مالومات شریکوو. خو د استخباراتي مالوماتو یوه مهم اصل دا دی، چې موږ یې پر جزییاتو ډیر خبرې نه کوو. بلکې موږ پخوا هم په خپل منځ د مالوماتو دشریکولو یو ښه بهیر درلوده. زه دا هم درته ویلای شم، چې افغان ځواکونه دامنیتي ګواښونو په له منځه وړلو کې ډیر بریالي وو. خو هغسې چې مخکې مې وویل، د موضوع د حساسیت له مخې موږ نه شو کولای په دې اړه ډیرې خبرې وکړو.

نهمه پوښتنه: تاسې د راتلونکي کال ټاکنو لپاره چمتوالی د ۲۰۰۹ کال د ټاکنو له چمتوالی سره څنګه پرتله کوئ؟

نهم ځواب: موږ فکر کوو، چې موږ د خپل پلان له مخې مخکې یوو. موږ په یوه داسې حالت کې یوو، چې د وخت له مخې مرسته کولای شو. موږ په یوه داسې حالت کې یوو، چې خپل پلانونه داسې جوړ کړو، چې د راتلونکي پسرلي په ټاکنو کې د هغو ستونزو مخه ونیسو، چې ټاکنې ټکنۍ کولای شي.

ورته مطالب