راپور: افغانستان په فساد کې خپل مقام ساتلی

Image caption ډنمارک، نوی زيلاند او فنلنډ هغه درې هېوادونه په ګوته شي، چې تر ټولو کم فساد په کې دی

د شفافيت نړيوال سازمان کلنی راپور ښيي چې افغانستان په فساد کې د ښکيلو ۱۷۷ هېوادو په منځ کې دريم ځای لري.

افغان تېر کال هم په همدې مقام کې و، او توپير په کې نه دی راغلی.

د شفافيت نړيوال سازمان د ۲۰۱۳ کال راپور نن (سه شنبه، ۳ ډسمبر) خپور کړ.

سوماليا او شمالي کوريا هغه هېوادونه دي، چې تر افغانستان زيات په فساد کې ککړ دي.

په دغو دريو هېوادونو پسې سوډان، جنوبي سوډان، لېبیا، ازبکستان، ترکمنستان او سوريه ځای لري.

د شفافيت سازمان له لوري ډنمارک، نوی زيلاند او فنلنډ هغه درې هېوادونه په ګوته شي، چې تر ټولو کم فساد په کې دی.

سويډن، ناروې، سنګاپور، سويس، هالنډ، استراليا او کاناډا د لسو لومړيو هېوادو په کتار کې دي، چې له فساد نه پاک دي.

په فساد کې د ککړو هغو هېوادو چې د تېر کال پرتله يې وضعيت يو څه ښه شوی، برما، برونای، لاوس، سينيګال، نيپال، استونيا، يونان او لاتويا دي.

خو سوريه، ګمبيا، ګانا، لبنان، مالي، اسپانيا، اريتيريا، موريتانيا، يمن، استراليا او ايسلنډ هغه هېوادونه دي چې د تېر کال پرتله فساد په کې زيات شوی دی.

د شفافيت د نړيوال سازمان په راپور کې ډنمارک او نوی زيلاند د ۹۱ نومرو په لرلو له فساد نه د نړۍ تر ټولو زيات پاک هېوادونه بلل شوي دي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې په راتلونکې کې له چاپيریالي بدلونونو، اقتصادي کړکيچو او بې وزلۍ سره د مقابلې لپاره د کېدونکو اقداماتو پر وړاندې فساد تر ټولو لويه ستونزه ده.

ورته مطالب