د وردګو معیوبو ته په نیمه بیه د استوګنې نومرې

Image caption د ځينو شميرو له مخه دا مهال په ټول افغانستان کې شاوخوا يو ميلیون معلول وگړي شته چې ډير يې له کړاوه ډک ژوند تيروي.

د وردګو والي له نورو ولایتي چارواکو سره په يوه ګډه غونډه کې پريکړه وکړه چې په سملاسي توګه به د هغه ولایت معلولانو ته په نيمه بيه د استوګنې نومرې ورکوي.

کابل کې زموږ همکار مصطفی سالک وايي، د وردګو ولایت والي عبد المجيد خوګیاڼي د خپلو ولایتي چارواکو په غونډه کې منلې ده، چې له شاوخوا شپږو کلونو راهیسې ددغه ولایت سيمه ییزو چارواکو له معلولانو سره ‌ژمنې کولې چې د کورونو جوړولو لپاره به ځمکې ورکوي.

خو وايي لا هم دا چاره نه ده تر سره شوې، د والي ویاند عطاء لله خوګیاڼی وايي اوس والي ميدان ښار، ښاروالۍ ته لارښوونه وکړه چې د قانوني لایحې په رڼا کې په سملاسي توګه مستحقو معلولانو ته د استوګنې د نمرو د ویش لړۍ پيل کړي.

خو يوه خبره شته او هغه دا چې اړوند چارواکي وايي د قانوني لایحې په رڼا کې به معلولان اړ وي چې د نمرې نیمه بیه ورکړي، پوښتنه پيدا کیږي چې معلولان نيمه بیه وروکولای شي کنه؟

Image caption وسمهال د دغه ولایت له کار او ټولنيزو چارو ریاست سره ۱۲۶۰ معلولان ثبت شوي دی چې ټول یې د کورو جوړولو لپاره د نمرو مستحق بلل شوي دي.

د وردګو ولایت د معلولانو د ټولنې مرستيال بریالی وايي معلولان به نیمه بیه پور کړي خو چې د ولایت په مرکز کې کور پيدا کړي، ځکه چې په وینا یې په ښار کې به معلولان کار روزګار ته او ماشومان به یې ښوونځي ته لاره پيدا کړي.

د وردګو له ولایته خپره شوې خبر پاڼه وايي، چې وسمهال ددغه ولایت له کار او ټولنيزو چارو ریاست سره ۱۲۶۰ تنه معلولان ثبت شوي دي چې په وینا یې ټول د کورونو د نمرو مستحق دي.

د ځينو شميرو له مخه دا مهال په ټول افغانستان کې شاوخوا يو ميلیون معلول وگړي شته چې ډير يې له کړاوه ډک ژوند تيروي.

ورته مطالب