کیري: امنیتي تړون د دفاع وزیر لاسلیکولی شي

د ناټو بهرنيو چارو وزيرانو له غونډې وروسته خبريالانو ته په وينا کې جان کيري افغان حکومت وهڅاوه چې تړون پرته له ځنډ ژر لاسليک کړي. نوموړي ټینګار وکړ چې ''دغه تړون کې باید پرمختګ وشي، دفاع وزير يې لاسليکولی شي، حکومت يې لاسليکولی شي، يو څوک دې مسووليت پر غاړه واخلي.

خو دا چې افغان ولسمشر حامد کرزي له مشورتي لويې راوروسته د دوه اړخيز امنيتي لاسليک په اړه خپل دريځ کې بدلون راوستی، کيري په تړون کې پرمختګ مهم وباله او ويې ويل د تړون پر سر بيا خبرو لپاره ځای نه ګوري:

''زه پر بيا خبرو يا هم يو اړخيز ګام باور نه لرم، او نه هم فکر کوم ولسمشر اوباما دې دا ومني په داسې حال کې زموږ ځواکونو او امريکايی ولس د افغانستان راتلونکي په اړه دومره قربانۍ ورکړې، چې دا کار دې په دې مهم وخت کې په يو ډول په شک کې پرېښودل شي. زموږ ټولو ملګريو دلته هيله څرګنده کړه چې دا به له ځنډ پرته ژر کېږي. فکر کوم همدا مو بايد موخه وي ژر وشي، او ځنډ ونه شي، ځکه دا کار د افغانستان لپاره تر ټولو غوره دي''.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير خپلو خبرو کې د ناټو نورو لسګونه غړيو يادونه هم کوله چې په افغانستان راتلونکي خونديتوب کې ونډه لري.

''دا ټوکې نه دي''

ښاغلي کيري وويل که ولسمشر کرزی زړه نازړه وي او تړون نه لاسليکوي د دفاع وزير او حکومت يې پرې د هوکړې ټاپه وهلی شي:

''دا ټوکې نه دي، دا جدي کار دی. څه د پاسه ۵۰ هېوادونه دلته په ناټو کې پر دې بوخت دي چې له افغانستان سره مرسته وکړي. دغه هېوادونه دبوديجو کړۍ لري، د پلان جوړونې اړتياوې لري، څه چې موږ يې غوښتنه لرو تر ټولو مهمه خبره ده، چې په افغانستان کې د لېږ بهير تنظيمول دي.

د پام وړ خبره ده چې په افغانستان کې د خلکو پراخ اکثريت، لويه جرګه، چې ولسمشر کرزي يې په خپله د ورته د مخې کولو پرېکړه وکړه، له دې قضاوت سره راووته چې دا دې لاسليک شي چې په افغانستان کې د لېږد لپاره لار هواره کړي.

فکر کوم مهمه ده چې دغه تړون کې پرمختګ وشي، د دفاع وزير يې لاسليکولی شي، حکومت يې لاسليکولی شي، يو څوک يې کولی شي مسووليت پر غاړه واخلي.

موږ پر دې هوکړه خبرې کړې، ما په خپله پرې له دوی سره خبرې کړې، او پايلې ورسېدو، ولسمشر پرې سلا وکړه، او ويې چې همدا به کوو، لويې جرګې ته به يې استوو، که يې ومانه بيا به يې پارلمان ته واستوو او پر مخ به ځو ''.

جان کېري وويل دوی د ناټو تړون بهرنيو چارو وزيرانو پرونۍ ناسته کې دوه اړخيز امنيتي هوکړه ليک يو لومړيتوب وباله او په ګډه يې ملاتړ ترې وکړ.

ده ټينګار وکړ واشګټن ژمن دی چې له ۲۰۱۴ کال وروسته هم خپل ماموريت روان وساتي:

''تر بشپړې افغان مشرتابه لاندې د امنيتي چارو په لېږد ډېر پرمختګ شوی. موږ د دې پر ارزښت هم غور وکړ، ان کله چې راتلونکی کال د ناټو جګړه ييز ماموريت پای ته رسوو، له افغانستان سره پياوړه ژمنتيا وساتو.

امريکا ژمنه ده چې له ۲۰۱۴ کال وروسته افغان ځواکونو لپاره د روزنې، مشورې او هم مرستې برابرولو نوي ماوموريت کې خپله برخه ترسره کړي''.

اته میلیارد ډالر

Image caption د ناټو شر منشي اندرېس فو راسموسن هم که د روزنيز ماومريت سر هوکړه ونه شي، په افغانستان کې پر امنيتي وضعيت ناوه اغېز پرېښودی شي.

پر امريکا سربېره د ناټو نورو هېوادونو هم افغان ولسمشر هڅولی چې د امنيتي تړون لاسليکولو کې بيړه وکړي، او که داسې ونه شي نو کېدی شي افغان امنيتي ځواکونه د کال ۸ مليارد ډالرو له لاسه ورکولو خطر سره مخامخ شي.

د ناټو شر منشي اندرېس فو راسموسن هم که د روزنيز ماومريت سر هوکړه ونه شي، په افغانستان کې پر امنيتي وضعيت ناوه اغېز پرېښودی شي.

په ناټو کې يو جګپوړي ډيپلومات ويلي د امريکا امنيتي سلاکارې سوزان رايس کابل ته د خپل تېر نژدې سفر پر مهال روښانه کړې، که ولسمشر کرزي د روان کال تر پايه امنيتي تړون لاسليک نه کړي، واشنګټن به د ۲۰۱۴ کال تر پايه د بشپړې وتنې پر پلان بيل وکړي.

خو جان کېري بيا وويل ولسمشر اوباما خپل افغان سيال هڅولی چې په يوه موده کې يې لاسليک کړي، او کومه وروستۍ نېټه يې نه ده ورته ټاکلې.

ورته مطالب