"طالبان دې د بهرنيانو شته والی او جنگ نه پلمه کوي"

Image caption ارګ ويلي که طالبان په ريښتيا سوله غواړي نو بهرنيان دې نه پلمه کوي

په يوه کم ساري گام کې د افغانستان ولسمشرۍ دفتر د طالبانو د يوې اعلاميې په ځواب کې خبرپاڼه خپره کړې ده.

څو ورځې وړاندې د طالبانو له لورې رسنيو ته په يوه اعلاميه کې له متحدو ايالاتو سره د پوځي او امنيتي تړون په باب د ولسمشر کرزي د شرایطو ضمني ملاتړ شوی و.

خو طالبانو سوله او د افغانانو خپلمنځی پوهاوی د بهرنيانو پر وتلو پورې تړلى و.

د افغانستان ولسمشرۍ دفتر په خبرپاڼې کې د غبرگون ښوولو پر وخت د ملکيانو مرګژوبلې ګوته دواړو خواوو ته نيولې چې ګواکې يو بل پلمه کوي.

اعلاميې ويلي "بهرنیان طالبان پلمه ګرځوي او پر بېګناه وګړو حملې کوي او طالبان بهرنیان پلمه ګرځوي او پر بېګناه ولس بریدونه کوي."

د افغان سياسي کړيو دننه له امريکا سره د امنيتي تړون پر سر بحثنونو او خبرو ګرمېدو سربېره اوس افغان مشرتابه او وسله وال مخالفان يې هم داسې ښکاري چې يو بل ته پيغامونه ورکوي.

د افغانستان د ولسمشرۍ د دفتر په خبر پاڼه کې راغلي د دغو پلمو په سيوري د روانې جګړې بيې په خپله افغانان پرې کوي.

"طالبان وایي ترڅو امریکایان په افغانستان کې شته، دوی به جګړه کوي او امریکایانو له القاعدې او طالبانو سره جګړه د خپل حضور لپاره پلمه ګرځولې ده، خو د دغه ناوړه حالت او مرموزې جګړې بیه زموږ ملت ادا کوي."

کابل کې د ولسمشرۍ دفتر وايي که دغه وروستۍ اعلامیه په رښتیا د طالبانو دريځ بیانوي او دوی په خپل دریځ کې د چارواکو په وينا ريښتيني او په عمل کې خپلواک وي، نو د سولې لارې په خپلولو سره دې په افغانستان کې د بهرنیانو د شته والي او د هغوی د جنګ د دوام لپاره پلمه ختمه کړي.

د افغانستان ولسمشرۍ دفتر د ولسمشر کرزي په باب وايي هغه په دې باور دی چې په اوسنيو حالاتو کې له لوېديځو هېوادونو او د امریکا له متحده ایالاتو سره اړيکې، په تېره په پوځي او اقتصادي برخو کې د هېواد په ګټه دي.

خو د افغان ولسمشرۍ په باور دا تړاو هغه وخت د افغانانو په خیر او ښېګڼه تمامېدى شي چې په افغانستان کې سوله او امنیت ټينګ شوى وي.

ورته مطالب