"د امنیتي تړون وروستۍ پرېکړه باید کرزی وکړي"

Image caption کیري وايي‌ د دغه تړون د پرمختګ لپاره هڅې مهمې دي. اړینه نه ده چې حتماً یې دې ولسمشر لاسلیک کړي

د افغانستان د ولسمشر ویاند ایمل فیضي ویلي، ولسمشر کرزی ټینګار کوي، تر هغو به له امریکا سره د امیني تړون د لاسلیکولو اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان شرطونه یې منلي نه وي.

ښاغلي کرزي دا څرګندونې د کابینې تر غونډې یوه ورځ وروسته او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري تر هغو څرګندونو وروسته کړې، چې وايي، دغه تړون د دفاع او بهرنیو چارو وزیران هم لاسلیکولی شي.

د افغانستان ولسمشر د لویې جرګې له پرېکړې وروسته وویل، له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیکېدو ته دوه شرطونه لري.

د ولسمشر ویاند ایمل فیضي یوځل بیا د افغان ولسمشر پر وړاندیز شویو شرطونو ټینګار وکړ: " لومړی دا چې امریکايي ځواکونه د افغانانو په کورونو کې هر راز هوايي او ځمکني عملیات ودروي او دویم دا چې د سولې عملي بهیر پیل شي".

ډېر صبر مو وکړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې په درشل کې ویلي وو چې: "د دغه تړون د پرمختګ لپاره هڅې مهمې دي. اړینه نه ده چې حتماً یې دې ولسمشر لاسلیک کړي، د دفاع وزیر یې هم لاسلیکولی شي، دولت یې هم لاسلیکولی شي، هرڅوک چې وغواړي دغه مسؤولیت ومني. زموږ د پروګرامونو جوړولو لپاره د دغه تړون لاسلیکېدل مهم دي. ډېر صبر مو وکړ. زموږ هڅه دا ده چې افغانستان کې زموږ فعالیتونو ته لازمې مالي سرچینې خوندي کړو. حال دا چې اوس نه پوهېږو چې ایا دوی غواړي څه وکړي".

د ناټو سرمنشي اندریس فو راسموسن هم وايي چې ولسمشر حامد کرزی یوازېنی هغه کس نه دی، دغه تړون به لاسلیک کړي، خو افغان چارواکي وايي چې دغه تړون له ولسمشر پرته نور څوک نه شي لاسلیکولی.

په بروکسل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسي هم خبریالانو ته ویلي، چې د افغانستان حکومت د امنیتي تړون ملاتړ کوي، خو تر "مناسب وخت" وړاندې یې نه شي لاسلیکولی: "په هر صورت کې د افغانستان ولسمشر باید پرېکړه وکړي، او امنیتي تړون د ولسمشرانو له خوا لاسلیکېږي".

د ناټو نوی ماموریت

د ناټو سرمنشي اندرېس فو راسموسن خبردارى ورکړى که ولسمشر حامدکرزى له امريکا سره امنيتي تړون لاسليک نه کړي نو کېداى شي چې دافغانستان پر امنيتي ځواکونو نړيوالې پېسې ودرول شي.

ښاغلي راسموسن بي بي سي ته وويل چې د تړون له لاسليک پرته کېداى شي چې ناټو د راتلونکي کال ترپايه پورې په دې هېواد کې خپل ټول ماموريت پاى ته ورسوي او خپل ټول عسکر وباسي. هغه وويل له اړوند قانوني چوکاټ پرته ناټو نه شي کولى چې د افغان ځواکونو د روزنې پلان شوى ماموريت ترسره کړي .

پر همدې مهال، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هم د ناټو غونډه کې ویلي، چې افغانستان کې د ناټو هر ډول نوی ماموریت باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري تصویب شي.

روسیه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو دایمي غړی هېواد دی، چې د وېټو حق لرلی شي.

که چېرې د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون لاسلیک شي، تر پنځلسو زرو پورې امریکايي او یو شمېر نور ناټو سرتېري تر ۲۰۱۴ کال وروسته، چې ماموریت یې رسماً پایته رسېږي، په افغانستان کې پاتې کېدی شي.

د ناټو چارواکو په وینا، تر ۲۰۱۴ کال وروسته به افغانستان کې د ناټو ځواکونو ماموریت د افغان ځواکونو پر روزنې، سلامشورې او ملاتړ ورټول وي.

د اوسني امنیتي تړون د مصوبې پربنسټ، چې مخکنۍ مشورتي لویې جرګې تایید کړې هم ده، په افغانستان کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته بهرني ځواکونه په بګرام، کابل، مزار شریف، هرات، کندهار، شینډنډ، ګردېز او هلمند کې پوځي حضور لرلی شي.

ورته مطالب