د ټپي طالب وژونکي برتانوي سرتېري ته د عمربند سزا

Image caption د برېتانیا د دفاع وزارت د محکمې پرېکړه منلې

په برېتانیا کې یوې پوځي محکمې د دغه هېواد د شاهي سمندري ځواکونو یو سرتېری له هغه وروسته په عمري بند محکوم کړ چې د یوه ټپي شوي طالب د وژلو تورپرې ثابت شو.

تورن الکساندر بلېکمن به لږ تر لږه لس کاله په بند کې تېروي.

د برېتانیا د دفاع وزارت په خپل غبرګون کې ویلي چې د محکمې پرېکړه مني او درناوی یې کوي. د دفاع وزارت همدا رنګه ویلي چې محکمې خپله پرېکړه اعلان کړې، نو ځکه د دوی لپاره مناسبه نه ده چې اوس په دې اړه دې نوره تبصره وکړي.

خو د شاهي سمندري ځواکونو یوه بل جګپوړي افسرد تورن بلېکمن دفاع کړې او ویلي یې دي چې اوږدې جګړې د تورن بلېکمن پرروحیې او اعصابو بده اغېزه کړې وه، او همدا د دې لامل شو چې نوموړي د دندې پر مهال دا ډول عمل ترسره کړ.

دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د روانې جګړې په تړاو د بريتانیا د وسله والو ځواکونو یو سرتېری په قتل تورن موندل شوی.

په دغه قضیه کې ښکېل دوه نور سرتېري د محکمې لخوا سپين ختلى دى.

د ټپي شوي طالب سرتېري د وژلو دغه پېښه د ۲۰۱۱ کال د دسمبر په میاشت کې رامنځ ته شوه.

دوو وسله والو طالبانو په هلمند کې د بريتانوي سرتېرو پر یوه مرکز برید وکړ چې په پایله کې یې یو سخت ټپي شو. ټپی شوی طالب وسله وال وروسته د بريتانوي سرتېرو له خوا د جګړې په ډګر کې وموندل شو.

څو شېبې وروسته همدا ټپي شوی طالب وسله وال د تورن بلېکمن لخوا د تومانچې په ډز ووژل شو.

خو دا پېښه د هغه د ملګري په خولۍ کې لګېدلې یوې کېمرې ثبت کړله.

همداویډیو د دې سبب شوه چې تورن بلېکمن محکمې ته راکش کړای شي او بلآخره په عمري بند محکوم شي

د پرېکړې د اعلانولو په وخت قاضي تورن بلېکمن په دې هم تورن کړ چې په خپل عمل سره یې د برېتانیا د وسله والو ځواکونو نوم یې بد کړی، او د نورو سرتېرو ژوند یې په خطر کې اچولی.

قاضي همدا رنګه تورن بلېکمن ته وویل چې دا پېښه د تودې جګړې په مهال نه ده را منځ ته شوې. داسې هم نه وه چې هغه وخت ستا ژوند له جدي ګواښ سره مخامخ و. بلکې له ثبت شوې ویډیو څرګندېـږي چې تا پر خپل ځان بشپړ کنترول درلود او له څو دقیقې انتظار وروسته دې دا کار ترسره کړ.

ورته مطالب