د جنوبي افريقا ولسمشر: پراخ غبرگون د منډېلا ستروالى ښيي

Image caption له مانډيلا سره به مو مينه تلپاتې وي

د جنوبي افريقا ولسمشرجاکوب زوما اعلان کړى چې د نېلسن منډېلا مړى به د يکشنبې په ورځ، د ډېسمبر په ١٥ خاورو ته وسپارل شي. ښاغلى منډېلا به خپل پلارنى ټاټوبي کيپ کې خښ شي.

د جنوبي افريقا پخواني ولسمشر او د توکمپالنې پرضد ستر مبارز ښاغلي منډېلا د جمعې په شپه د ٩٥ کلونو په عمر له نړۍ څخه سترگې پټې کړي.

د ده د مړینې خبر ته د نړۍ په لر او بر کې نه یوازې د سياستوالو او مهمو څېرو بلکي د بېلابیلو هېوادونو خلکو له لوري پراخ غبرگون وښودل شو.

ښاغلي زوما خلکو ته په وينا کې وويل د جنوبي افريقا د پخواني ولسمشر مړېنې ته دومره پراخ غبرگون د هغه د ستروالي څرگندونه کوي.

"له حده ډېره هغه مينه چې مو کور دننه او بهر احساس کړه بسياري وه. دا د منډېلا په څېر د يوه مشر د وړتيا او ستروالي څرگندويي کوي. موږ به تل له ماديبا سره مينه ولرو ځکه هغه موږ ته دا را زدکړل چې د نوي هېواد او نوې ټولنې د جوړولو په موخه دا ممکنه ده چې پر کرکې او غوسي بريالي شو"

منډېلا له ۲۷ کلن بند تېرولو وروسته، د تېرې شلمې پېړۍ د۱۹۹۰ لسيزې په اوږدو کې په جنوبي افريقا کې د سپين پوستي لږکي څخه د واکمنۍ د لېږد مشري وکړه.

په پام کې ده چې راتلونکې اونۍ يعني تر ښخولو د مخه جنوبي افريقا کې د ښاغلي منډېلا د مړينې له کبله د وير ملي مراسم پرځاى شي.

د منډېلا د ميراثونو لمانځنې چانس

ښاغلي زوما وويل راتلونکې اونۍ د منډېلا پر مړېنې د ماتم ښودلو ترڅنگ د هغه د ژوند، لاسته را وړنو او سترو ميراثونو د لمانځنې لپاره هم يو چانس وي.

د جنوبي افريقا ولسي خلک په هېواد کې د برابرۍ، پرمختگ او روغې جوړې په برخه کې برياوې د ښاغلي منډېلا د تلپاتي هڅو پايله بولي:

"جنوبي افريقا او افريقا خپل ستر مشر له لاسه ورکړ. زه هيله لرم چې زما د مهال پوړ به د هغه څه ستاينه وکړي چې منډېلا زموږ لپاره کړي دي. ځکه زه فکر کوم له هغه پرته ښايي موږ به په هغو ځايونو کې چې اوس يو نه و. د هغه له برکته موږ داسې مدرن موټر او ښکلې جامې لرو."

"که په صادقانه ډول ووايم نو موږ بايد د منډېلا د مړينې لمانځنه وکړو ځکه هغه په ټوله کې د جنوبي افريقا او دارنگه د نړۍ د ازادۍ لپاره خورا ډېرکار وکړ. دا به څه وخت نيسي چې موږه د منډېلا په څير يو اتل بيا ومومو"

"زه به منډېلا په دې په ياد ساتم چې د هر چا لپاره يې د سولې غوښتنه کوله او له هر اړمن سړي سره يې مرسته کوله."

"زه فکرکوم چې دا موږ ته يو وياړ دى چې له منډېلا سره پر يوه مهال مو ژوند کاوه. له ده سره مو هره ورځ له برکته ډکه وه. هغه يو سترشخصيت و"

د افريقا بېسارى شخصيت

د نړۍ د مشرانو له لوري د جنوبي افريقا پخواني ولسمشر ته د درناوي ښودل دوام لري. د گانا ولسمشر جان مهما بي بي سي ته وويل ښاغلى منډېلا يو ستر افريقايى و چې تر اوسه يې سارى نه و ليدل شوى.

د سوريې ولسمشراسد چې همدا اوس د خپل واک په وړاندې له پاڅون کوونکو سره جنگېږي وويل د نېلسن منډېلا ژوند د ازداۍ جنگياليو لپاره د لارې مشعل او زور واکو ته يو لوست دى.

د نېلسن منډېلا مړېنې پاريس کې د افريقايي هېوادونو پر دوه ورځنۍ سرمشريزې هم سيورى کړى. په پام کې و چې دغلته را ټول شوي افريقايي مشران د افريقا په وچه کې پر سولې او امنيت بحث او خبرې وکړي.

په همدې حال کې سپېنې ماڼې اعلان کړى چې ولسمشر اوباما او ميرمن يې مشل اوباما به راتلونکې اونۍ جنوبي افريقا ته سفر وکړي چې د منډېلا د ياد په مراسمو کې برخه واخلي.

ورته مطالب