کابل تهران د همکارۍ پر اوږدمهالي تړون سلا شول

کرزی روحاني
Image caption ولسمشرانو کرزي او روحاني په تهران کې سره وپتېيله چې پر اوږد مهالي تړون کار وکړي

تهران کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی له خپل ایراني سیال سره په دې سلا شو چې دواړه غاړې پر یوه اوږد مهالي تړون کار وکړي.

د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي له تهرانه د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل چې پر دغه تړون دواړو ولسمشرانو د خبرو پر وخت سلا وکړه چې د ده په وینا دوه اړخیره همکاري پیاوړې کړي.

د ښاغلي فیضي په وینا دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د ملګرتیا او همکارۍ اوږد مهالی تړون دی چې سیاسي، امنیتي، اقتصادي او کلتوري مسایل په کې رانغښتل شوي دي.

د ولسمشر کرزي ویاند وویل دا تړون به د سیمې د ثبات او امنیت لپاره هم وي.

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیران به د دغه تړون پر مسودې کار کوي.

د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل چې ایراني غاړې د افغانستان د سولې له بهیر سره هم د همکارۍ ژمنه وکړه.

٬٬ ایران وویل دوی د افغان په مشرۍ او د افغانانو له خوا د سولې د بهیر ملاتړ کوي او له افغانستان سره په دغه برخه کې همکاري ته چمتو دی.٬٬

د دغه تړون په باب خبره په داسې وخت کې کيږي چې تهران د کابل واشنګټن د پوځي او امنیتي تړون په باب اندېښنې لري او ښکاره یې ورسره مخالفت کړی دی.

د ایران فارس خبري اژانس د بهرنیو چارو وزارت د یوه چارواکي په حواله ویلي چې "زموږ په باور دغه تړون په افغانستان کې په لوی لاس د تاوتریخوالي د اوږدولو لپاره یو قانوني چوکاټ جوړول دي". فارس دا هم ویليو چې دغه چارواکي ټینګار کړی "دغه تړون باید نورو ته د ګواښ او زیان لامل ونه ګرځي. موږ یې مخالف وو او باوري یو چې دغه تړون به په پای کې له افغانستان سره هېڅ مرسته ونه کړای شي".

رپوټونو ښووله چې ولسمشر کرزي به د دغه سفر په ترڅ کې ایراني سیالانو ته د کابل واشنګټن پر تړون معلومات هم ورکول.

خو په کابل کې د ولسمشرۍ دفتر یوه مامور فایق واحدي بي بي سي ته وویل، که څه هم په مشخص ډول ایران ته د ولسمشر کرزي د سفر په لړ کې د امریکا او افغانستان ترمنځ تړون ته اشاره نه ده شوې، خو "ټول هغه مسایل" چې د دواړو هېوادونو (ایران او افغانستان) ترمنځ مهم دي، د خبرو او بحث اصلي موضوع ده.