ټاکنو کې درغلۍ او ناامني لویې ننګونې بلل شوي

کارل اندرفورت
Image caption دغه ډلې سپارښتنه کړې چې په راتلونکو ټاکنو کې د حکومت د احتمالی مداخلې د مخنیوي اصل لاپیاوړی شي

د ملي دیموکراتیک انستیتیوت له خوا د یوې ارزونې پایلې ښيي چې د راتلونکی کال د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د ټاکنو په اړه د افغانستان په سیاسي چاپیریال کې خوشبینې شته خو امنیتي ستونزې او د درغلۍ ویره د دې ټاکنو په وړاندې لویې ننګونې دي.

ملي دیموکراتیک انستیتوت این ډي آی چې یو نادولتي بنسټ دی وايي په افغانستان کې په تیرو څو کلونو کې د ټاکنو په اړه مثبت بدلونونه راغلي دي.

د دې انستیتیوت له خوا شوې ارزونه ښيي چې دې بدلونونو د راتلونکو ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو د ټاکنو په اړه د مدني ټولني غړي او سیاسي شخصیتونه په محتاطانه ډول هیله مند کړي دي.

دې څلور کسیزه پلاوي د ټاکنو د قانون تصویب او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او د ټآکنیزو شکایتونو د کمیسیون د غړو په ټاکلو کې د مدنې ټولنې او ملي شورا د غړو ونډه ستایلې.

له دې وړاندې د دې کمیسیونون غړي د ولسمشر له خوا ټآکل کیدل.

خو دا پلاوي وایي امنیتي ستونزې او دا چې لا هم د په ټاکنو د درغلې او د حکومتي چارواکو د لاسوهنې ویره شته د راتلونکو ولسمشریزو او لایتي شوراګانو د ټاکنو په وړاندې لویې ننګونې دي.

د دې پلاوي غړي کارل اندرفورت چې د سویلي آسیا په چارو کې د د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وو وايي د ژمي موسم د دې ټاکنو په وړاندې بله ننګونه ده.

"موږ ټول پوهېږو چې د ۲۰۱۴ کال ټاکنې له یو لړ ننګونو سره مخامخ دي او کیدای شي د دې ټاکنو پر شفافیت منفي اغیز وکړي. امنیتي ستونزې، په رایې اچونه کې ناقانونه کړنې او سړه هوا هغه لويې ننګونې دي چې راتلونکې ټاکنې ورسره مخامخ دي."

ښاغلی اندرفورټ زیاتوي د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنتیي تړون مساله د افغانانو پورې اړه لري چې دوی یې باید د ده په وینا په اړه پریکړه وکړي. خو نوموړي وايي د ارزونې پلاوي سپارښتنه کوي چې نوماندان دې په خپلو ټآکنیزو کمپاینونو کې د دې تړون په اړه خبرې وکړي.

دې پلاوي چې د ولسمشر حامد کرزي په ګډون یې له بیلابیلو افغان چارواکو، د مدني ټولنې له غړو او د راتلونکو ټاکنو له نوماندانو سره کتلۍ خپلې شپاړلس سپارښتنې د یوه رپوټ په بڼه وړاندې کړې.

د ارزونې دغې ډلې سپارښتنه کړې چې په ټاکنو د درغلیو د مخنیوي لپاره دې دعامه پوهاوي پراخ هڅې وشي.

دغه راز دغې ډلې سپارښتنه کړې چې په راتلونکو ټاکنو کې د حکومت د احتمالی مداخلې د مخنیوي اصل لاپیاوړی شي او د کورنیو چارو وزارت دې د ټاکنو د امنیت په برخه کې خپل ځانګړي پروګرامونه جوړ کړي.

د ملي دیموکراتیک انستیتیوت د ارزونې ډلې دغه راز د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته سپارښتنه کړې چې د ولسمشریزو د احتمالي دویم دور ټاکنو لپاره ځانګړي طرزالعملونه په پام کې ونیسي.

په پام کې ده چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د وري میاشتي په شپاړلسمه نیټه ترسره شي.

افغان حکومت هم وايي چې امنیتي ستونزې د راتلونکو ټاکنو په وړاندې ستره ننګونه ده خو تل یې په ټاکنو کې په بې پریتوب ټینګار کړی.

ورته مطالب