کندوز کې پوليسو يوه ښځه له سنګساره ژغورلې

Image caption د کندوز په يو شمېر سيمو کې وسله وال مخالفين فعال دي

د افغانستان په شمال کې افغان پوليسو يوه ښځه له سنګسار کېدو مخکې، ژغورلې ده.

د کندز ولايتي چارواکي وايي په طالبانو پورې تړلو کسانو درې ورځې وړاندې په دشت ارچي ولسوالۍ کې يوه ښځه نيولې وه او د هغې د سنګسارولو حکم يې کړی و.

د کندز د والي وياند عنايت الله خليق بي بي سي ته ويلي، پوليسو څو ساعته له هغه مخکې چې پر ښځې د سنګسار حکم عملي شي، هغه يې ژغورلې ده.

د دغې ښځې عمر شاوخوا ۳۵ کاله ښوول شوی دی.

دشت ارچي د کندز ولايت د هغو ولسواليو څخه ده، چې نسبتآ ناامنه ده او د دغې ولسوالۍ په کليو کې وسله وال طالبان فعال دي.

د کندز ولايتي چارواکي وايي، ځايي خلکو پوليسو ته د طالبانو له لوري د دغې ښځې د نيول کېدو او پر هغې د حکم خبر ورکړی و.

دغه ۳۵ کلنه مېرمن وروسته له هغه چې پوليسو وژغورله د ولايت د پوليسو قومندانۍ او وروسته په دشت ارچي کې خپلې کورنۍ ته ولېږدول شوه.

د کندز امنيتي چارواکو بي بي سي ته ويلي چې دغه مېرمن خوندي او د پوليسو تر څارنې لاندې ده.

د کندز د پوليسو وياند سيد سرور حسيني وايي دغه ښځه پنځه ماشومان لري او موده وړاندې يې مېړه له يوه بل کس سره د نامشروع اړيکو لرلو له امله طلاق کړې وه.

د کندز ولايتي چارواکي وايي د دوی د مالوماتو له مخې د دغې ښځې مېړه له نورو طالبانو سره تښتېدلی او پوليس وايي د هغه د نيولو په لټه کې دي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون غړې ثريا صبحرنګ هم ويلي، دغه راپور دوی ته هم رسېدلی دی.

دا وايي کمېسيون به هڅه وکړي، چې دغه ښځه د امن کور ته ولېږدوي.

ورته مطالب