ملي امنیت: پر ولسمشرۍ ماڼۍ برید کوونکي نیول شوي

Image caption د ملي امنیت د ریاست ویاند فرید شمال د سې شنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل، دغه ریاست داسې کسان هم نیولي، چې پر ولسمشرۍ ماڼۍ او نورو حکومتي بنسټونو یې د بریدونو پلان درلود.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویلي، چې کابل کې ۲۲ هغه کسان نیولي، چې د لویو ځانمرګو بریدونو د سمبالولو چارې یې پرغاړه وې.

دوی وايي، چې په دغو نیول شویو کسانو کې ځانمرګي برید کوونکي هم شامل دي.

ملي امنیت وايي، د نیول شویو کسانو په ډله کې هغه برید کوونکي هم دي، چې د تېرې مشورتي لویې جرګې او پر ولسمشرۍ ماڼۍ د برید هوډ یې درلود.

د امنیتي چارواکو په وینا، له دغو کسانو سره ډېرې وسلې او مهمات هم نیول شوي، چې په وینا یې په ځانمرګو بریدونو کې کارېدونکي له چاودېدونکو توکو پنځه ډک واسکټونه هم دي.

چارواکي وايي، په تېرو لسو ورځو کې یې د نهو ځانمرګو بریدونو مخه نیولې ده.

د ملي امنیت د ریاست ویاند فرید شمال د سې شنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل، دغه ریاست داسې کسان هم نیولي، چې پر ولسمشرۍ ماڼۍ او نورو حکومتي بنسټونو یې د بریدونو پلان درلود.

Image caption ملي امنیت وايي، که چېرې امنیتي ځواکونو دغه کسان نه وای نیولي، کابل به یوځل بیا د خونړیو بریدونو شاهد و.

د ملي امنیت ویاند زیاتوي، چې برید کوونکو په دوو لاسي کراچیو کې بمونه ځای پرځای کړي وو، چې د سبزي د خرڅولو په پلمه يې غوښتل، د مشورتي لویې جرګې ځای ته ورنژې کړي.

هغه دا هم وویل، چې د ځانوژونکو یوه بله ډله یې د سید نور محمد شاه مېنه کې نیولې ده.

ملي امنیت وايي، که چېرې امنیتي ځواکونو دغه کسان نه وای نیولي، کابل به یوځل بیا د خونړیو بریدونو شاهد و.

سرچینه وايي، په کابل کې یې د انسان تښتوونکو یوه بله ډله نیولې، خو وايي په اړه به یې رسنیو ته وروسته نور جزییات ورکړي.

ورته مطالب