"یوازنی ژوند" افغانستان کې د ریښتونو پیښو کیسه

Image caption د یوازني ژوند په نامه د هالي ووډ فلم په افغانستان کې د ریښتنو پیښو کیسه کوي.

د "یوازني ژوندي" په نامه د هالي ووډ یو فلم چې د امریکا د سمندري پوځ د ځانګړو ځواکونو د پخواني سرتېري مارکس لټرل له خوا د لیکل شوي کتاب پر بنسټ جوړ شوی په افغانستان کې د ریښتونو پیښو کیسه کوي.

کیسه د ۲۰۰۵ میلادي کال د جون د میاشتې په ۲۸مه هغه وخت پیلېږي چې د ځانګړو ځواکونو یوه څلورکسیزه ډله د یو طالب مشکوک مشر د نښه کولو په موخه د کونړ ولایت یوې لیرې پرتې سیمې ته ورځي خو د دوی د پټېدا ځای د سیمې شپانه ګوري.

دغه ډله شپانه نیسي خو له یو څه ځنډ وروسته یې د پرېښودو پرېکړه کوي.

لږ څه وروسته دوی د طالب جنګیالیو د یوې لویې ډلې تر برید لاندې راځي او دغه ډله د غره لورې ته تښتېدا ته اړ کېږي.

د سختې جګړې په ترڅ کې د ښاغلي لټرل دری واړه ملګري وژل کېږي او خپله سخت ټپي کېږي.

نوموړی د ژغورل کېدو په موخه له خپلې اډې مرسته غواړي خو کله چې له ژغورونکو ډکه چورلکه سیمې ته راځي هغه هم رالوېږي او په ټوله کې ۱۹ امریکایي سرتېري په دغه ورځ وژل کېږي او په دې توګه دغه ورځ د امریکایي سرتیرو لپاره یوه تر ټولو مرګونې ورځ بلل کېږي.

د لټرل په وینا، دی په ټپي حالت کې د یو ځایي اوسیدونکي په مرسته د پنځو ورځو لپاره خوندي ساتل کېږي چي بیا یې ملګري ژغورلو ته راځي.

په دغه فلم کې چې ډایریکټر یې پیټر برګر دی، ډېره هڅه شوې چې پیښې، سیمې او وګړي ریښتوني وي نو ځکه په کې د امریکایي پوځ په مټ د ریښتونو چورلکو څخه کار اخسیتل شوی دی.

د دغه فلم ډېری صحنې د امریکا د نیومکسیکو ایالت په غرنیو سیمو کې چې د کونړ غرونو ته ورته والی لري ډکې شوې دي.

دغه راز د فلم لوبغاړو د ښاغلي لټرل او د هغه د وژل شویو دوستانو له خپلوانو، ملګرو او همکارانو سره څو میاشتې وخت تېر کړی تر څو د دغو کرکټرونو په اړه معلومات ترلاسه کړي.

د فلم مرکزي کرکټر، مارک والبرګ دی چې د دغه فلم لپاره یې د ښاغلي لټرل سره ډېر وخت تېر کړی دی او اوس سره خواږه ملګري دي.

ښاغلی لټرل په دې خوشحاله دی چې د هالي ووډ د فلم جوړونکو پام د ده کیسې ته شو او هیله لري چی د ده په هکله جوړ شوی فلم به ډېر لیدونکي ولري او هغه هم په داسې مهال چې امریکایان له جګړو ستړي شوي دي.

د نوموړي په خبره امریکایان به د هغو کسانو په هکله چې په دغو جګړو کې قرباني ورکوي معلومات ترلاسه کړي او د هغوی د سرښندنو منندویي به وکړي.

دغه فلم به په یو شمېرسینما ګانو کی د ډسمبر په ۲۷مه او په ټولو امریکایي سینما ګانو کې د جنورۍ په لسمه نندارې ته وړاندې شي.

ورته مطالب