"د ولسمشرۍ کانديدان دې پر بشري حقونو دريځ روښانه کړي"

Image caption سیما سمر وايي غواړي په راتلونکې کې د بشري حقونو د خوندیتوب ډاډ تر لاسه کړو.

د لومړي ځل لپاره د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماندان د بشري حقونو او ټاکنو ملي کنفرانس په نامه یوې غونډې ته وربلل شوي چې په دې برخه د خپلو پلانونو او ژمنو په اړه معلومات ورکړي.

یو شمیر نوماندانو ژمنه وکړه که واک ته ورسیږي نو د انتقالي عدالت پروګرام به عملي کړي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي دا چې افغانستان په نړیواله کچه د بشري حقونو په برخه کې یو لړ ژمنتیاوې لري نو اړینه ده چې نوماندان په دې برخه کې فعالو بنسټونو او خلکو ته ډاډ ورکړي.

کابل کې زموږ همکار سمیع الله موسی زی وايي، دلته په دې غونډه کې د بشري حقونو په برخه کې ګڼ شمیر فعالان او د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماندان سره راټول شوي دي.

د بحث اصلي موضوع بشري حقونه دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي دا لومړی ځل دی چې د ولسمشریزو ټاکنو له نوماندانو غوښتل کیږي چې د بشري حقونو د ملاتړ او لا پراختیا په برخه کې خلکو ته د خپلو پلانونو او ژمنتیاوو په اړه معلومات ورکړي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشره سیما سمر وايي په نړیواله کچه افغانستان د بشري حقونو په برخه کې یو لړ مسؤولیتونه لري او د دې مسؤولیتونو په پام کې نیولو سره غواړي په راتلونکې کې د بشري حقونو د خوندیتوب ډاډ تر لاسه کړي.

د نن ورځې له غونډې زموږ هدف دادی چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماندان د بشري حقونو د ملاتړ او لا ډیرې پراختیا په برخه کې خپلې ژمنې د افغانستان خلکو، د بشري حقونو کمیسیون او مدني ټولنې ته وړاندې کړي.

افغانستان د بشري حقونو په برخه کې یو لړ ژمنې لري موږ غواړو له دوی وارو چې په دې برخه کې څه ډول کړنلارې او پلانونه لري او د بشري حقونو د ملاتړ او لا ډیرې پراختیا لپاره نور څه کول غواړي.

په دې غونډه کې چې د ټاکنو او بشري حقونو ملي کانفرانس تر نامه لاندې جوړه شوې وه د راتلونکو ټاکنو یو شمیر ګډونکوونکو نوماندانو د انتقالي عدالت په نوم د جنجالي پروګرام د عملي کولو ملاتړ وکړ.

د بشري حقونو فعالان وايي په افغانستان کې د تیرو څه باندې درې لسیزو په جګړو کې په پراخه پیمانه بشري حقونه تر پښو لاندې شوي. که څه هم افغان دولت ژمنه کړې چې د انتقالي عدالت پروګرام به عملي کووي خو تر اوسه په دې برخه کې عملي ګامونه نه دي پورته شوي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د انتقالي عدالت د پلي کولو لپاره یو اته سوه مخیز رپوټ جوړ کړی خو ویل کیږي آن په دولت کې ځینې کړۍ شته چې ددې رپوټ د خپرولو او د انتقالي عدالت د پلي کولو مخه نیسي.

ورته مطالب