کابل هوايي ډګر ته څېرمه 'ځانمرګی برید' شوی

Image caption چاودنه د ايساف قراول ته مخامخ شوې ده

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه د پنځلسمې امنیتي حوزې په اړونده یوه سیمه کې له چاودېدونکو توکو یو ډک موټر چوول شوی.

سرچینه وايي، دا پېښه د چارشنبې په ورځ (ډېسمبر ۱۱مه) سهار شاوخوا اته نیمې بجې وشوه.

چارواکي وايي چاودنه د ایساف قراول مخامخ شوې ده، چې تلفات نه لري. خو وسله والو طالبانو ادعا کړې، چې په دې برید کې جرمني سرتېري وژل شوي او ټپیان دي.

د ذبیح الله مجاهد په نامه د دغې ډلې یوه ویاند رسنیو ته په استول شوې ویناپاڼه کې ادعا کړې، چې برید د محمود په نامه یو کس کړی، چې په وینا یې لسو بهرنیو سرتېرو ته یې مرګ ژوبل اړولې، خو دغه ادعا د کومې رسمي سرچینې له خوا نه ده تایید شوې.

طالبانو دا ادعا هم کړې ده، چې د قصبې سیمه کې د بهرنیو ځواکونو له مرکزه دوه پوځي موټر د راوتلو پرمهال په نښه شوي دي.

دا برید یوه ورځ وروسته تر هغه شوی، چې د افغانستان د ملي امنیت ادارې په کابل کې د بېلابېلو بریدونو په تړاو ۲۲ کسان نیولي، چې وايي پنځه په کې ځانمرګي برید کوونکي دي.

دوی وايي، دغو کسانو غوښتل د تېرې مشورتي لویې جرګې په ورځو کې پر جرګې او د ولسمشرۍ پر ماڼۍ بریدونه وکړي.

ملي امنت وايي، په نیول شویو کې داسې کسان هم دي، چې د کابل پر هوايي ډګر او دفاع وزارتونو یې د بریدونو نیت درلود.

په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو ویلي چې "د ایساف پر یوه کاروان برید تاییدوو، چې د کابل نړیوال هوايي ډګر ته پر لاره و. برید هدف ته له رسېدو مخکې شوی دی، خو ناټو سرتېرو ته یې هېڅ زیان نه دی اړولی".

د کابل نړیوال هوايي ډګر د ملکي او پوځي الوتنو په موخه کارول کېږي.

ورته مطالب