هند ته د حامد کرزي سفر او د وسلو غوښتنه

Image caption هند ته د افغان ولسمشر سفر د هغه هېواد د لومړي وزير په بلنه ترسره کیږي.

افغان ولسمشر حامد کرزی د يوۀ رسمي سفر په ترڅ کې نن هند ته ورځي.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وايي هند ته د افغان ولسمشر سفر د هغه هېواد د لومړي وزير په بلنه ترسره کیږي.

ټاکل شوې ښاغلى کرزى د دغه سفر په ترڅ کې له لومړي وزير من موهن سنگ، د بهرنیو چارو له وزیر سلمان خورشید او د هند له یو شمېرنورو لوړ پوړو چارواکو سره وويني، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو د تړون په اډانه کې، د دوه اړخيزو اړیکو او همکاریو د پراختیا په باب خبرې اترې وکړي.

درنې وسلې

Image caption افغانستان له وړاندې له هند نه د شوبلو او الوتکو په گډون د درنو وسلو غوښتنه کړې وه

د هند د رسنيو د رپوټونو پر بنسټ ولسمشر کرزى ښايي پر هند فشار واچوي چې افغانستان ته درنې وسلې ورکړي.

افغانستان له وړاندې له هند نه د شوبلو او الوتکو په گډون د درنو وسلو غوښتنه کړې خو هند ويلي چې په دې غوښتنې به غور وکړي.

په هند کې خپلواکه خبرياله رجني پراکاش بي بي سي ته وويل هند پرېکړه کړې چې افغانستان ته تر راتلونکې مې مياشتې پورې دوه ترانسپورتي چورلکې ورکړي خو د نورو وسلو د ورکړي په تړاو اوس هم چوپه خوله دى.

اقتصاد او پانگونه

افغان ولسمشر به د هند له یو شمېر سوداګرو، د پلټنيزو مرکزونو له چارواکو او د یو شمېر هندي او نړیوالو رسنیو له استازو سره هم وګوري.

ښاغلى کرزى به همدا راز د پونې په ښارکې د هند د سیمبیوسیز نړېوال پوهنتون له لوري د نړېوالو اړيکو او په آسيا او افريقا کې د پراختيا په تړاو جوړ شوي کنفرانس ته وينا وکړي.

ورته مطالب