"که تړون لاسلیک شي د افغانیو بیه به پورته شي"

Image caption د افغانستان بانک مشر وايي هېواد کې یې د بهرنۍ پانګونې پیکه کېدل، او امنیتي اندېښنې هم د افغانیو ارزښت ښکته کېدو له لاملونو څخه دوه پام وړ لاملونه دي.

د افغانستان بانک مشر نورالله دلاوري بي بي سي ته ویلي دي، که افغانستان له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړي، د ډالرو پر وړاندې به د افغانیو بیه پورته شي.

وروستیو کې افغانستان کې یو ډالر د ۵۸ افغانیو او ۳۰ پولو بدل کې پلورل کېږي. ښاغلی دلاوري وايي که خلک د امنیت په اړه ډاډه شي ښايي یو ډالر له ۵۱ افغانیو سره تبادله شي.

مصطفی سالک له کابله خپل رپوټ کې وايي، له هغه راهیسې، چې د امریکا او افغانستان تر منځ د امنیتي تړون د لاسلیکولو د مهال په اړه په پرتله ییز ډول کړکېچ رامنځ ته شوی، افغانۍ هم ورځ په ورځ د ډالر په وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکوي.

تېره میاشت یو ډالر نژدې ۵۶ افغانۍ کېدې، خو د افغانستان بانک مشر نورالله دلاوري وايي، اوس مهال یو ډالر د ۵۸ افغانیو او ۳۰ پولو بدل کې تبادله کېږي.

د افغانستان بانک مشر وايي هېواد کې یې د بهرنۍ پانګونې پیکه کېدل، او امنیتي اندېښنې هم د افغانیو ارزښت ښکته کېدو له لاملونو څخه دوه پام وړ لاملونه دي.

د بي بي سي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتي تړون د لاسلیک نېټه ځنډېدل هم د افغانیو د ارزښت ښکته کېدو له لاملونو څخه دي، د ښاغلي دلاوري ځواب هو و.

"دا هم یوه موضوع ده، چې د خلکو پر ذهنونو اغېز لري، خلک اندېښمن دي، چې راتلونکي کې به څه کېږي، که له دې پلوه د خلکو ذهنونه ډاډه شي، د افغانیو پر ثبات به مثبت اغیز وکړي، بیا ښايي یو ډالر ۵۱ افغانیو ته راښکته شي، چې اوس ۵۸ افغانۍ او ۳۰ پوله دی."

ښاغلي دلاوري وویل، چې د افغانیو د بې ټیکاو کېدو مخنیوي په موخه اوس درې لارې په مخ کې دي، یوه دا چې افغانستان باید د ډالرو او افغانیو د انډول برابرولو لپاره هغه اووه اعشاریه څلور میلیارده ډالر بازار ته راوباسي، چې اوسمهال یې په خزانه کې لري، خو واي دا به هم دومره بسنه وکړي، چې ایله خپل سر له سینده پورته کړو.

هغه بله لاره دا په ګوته کړه، چې نړیوال د توکیو کنفرانس په ژمنو ټینګ ودریږي.

په هغه غونډه کې نړیوالو ویلي و، چې تر ۲۰۲۴ کاله به افغانستان سره ۱۶ میلیارده ډالره مرسته کوي.

خو شرط یې دا ایښی و، چې دا مرستې د یوه څرګند پروسیجر له مخې په راڼه ډول ولګول شي. ښاغلي دلاوري دا هیله د افغانستان په کانونو پورې وتړله، خو ښايي په ډېر نژدې راتلونکي کې افغانستان له دې لارې هم ډېر څه تر ګوتو نه کړي. د افغانۍ د ارزښت تر پرېوتو وروسته افغانستان کې د خوراکي او نورو توکو بېې هم ختلې، چې خلک ترې سر ټکوي.

ورته مطالب