يوه افغان د خپلې مېرمنې پوزه او شونډې غوڅې کړي

Image caption افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی په کې ډېر دي.

تېر شپه د هرات له انجیل ولسوالۍ نه یوه مېرمن چې شونډې او پزه یې غوڅ شوي وو د هرات مرکزي روغتون ته راوړل شوې ده.

د دغې مېرمن ټول سر او مخ په بانداژ کې پړ دی او خبرو کولو توان نه لري.

د چارواکو په وینا دغه تېری یې مېړه کړی چې په تېښته بریالی شوی دی خو د پولیسو تر تعقیب لاندې دی.

د هرات په روغتون کې د اعصابو د جراجۍ د څانګې ډاکټر عزیزالرحمن جامي وايي "د دې مېرمنې پزه او پورتنۍ شونډه د یوه مثلث په شکل غوڅ شوي دي. پر سر، لاسونو او بدن یې د چاقوګانو ګوزارونه شوي. وضعه یې اوس ښه ده."

په کومه خونه کې چې دغه مېرمن بستر ده ورسره د کورنۍ غړي او یو پولیس هم شته. مور یې وايي د خبرو توان نه لري خو دومره يې وویل چې "د لور خاوند مې یو معتاد دی او تل بې یې ځوروله."

د افغانستان په لویدیځ کې د مدني ټولنې د همغږۍ څانګې مشر خلیل پارسا چې رغتون ته راغلی و وویل په دې وروستیو څو کلونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي څرنګوالي بدلون موندلی.

نوموړي زیاته کړه "پخوا به خپله هغو کسانو چې د کورنۍ فشار لاندی وو ځان وژنه کوله. د ځان سوځونې پېښې ډېری وي خو په دې وروستیو دوو کلونو کې وینو چې نارینه په کورنیو کې ښځې وژني او یا په بل ډول یې ځوروي لکه دغه اوسنۍ پېښه."

د تاوتریخوالي د زیاتوالي لامل بې وزلي او روږدو کسانو ډېروالی ګڼل کېږي.

سره له دې چې په هرات کې د ښځو له حقونو دفاع لپاره بېلابېلې څانګې فعاله دي خو لا تر اوسه په سیمه کې د ښخو پر وړاندې د دې ډول پېښو کچه لوړه ګڼل کېږي.

د مدني ټولنې فعالان وايي دولت باید د دي ډول پېښو عاملینو سره جدي چلند وکړي.

ورته مطالب