''د جګړو له امله د بېځايه شويو شمېر زيات شوی''

Image caption دا مهال په افغانستان کې تر نیم ميلیون زیاتې کورنۍ له خپلو مینو بیځایه شوي

د افغانستان د کډوالو او بیرته ستنیدونکو چارو وزارت وایي، په روان کال کې د ناامنیو د ډیریدا له امله په کور د ننه د بیځایه شویو کورنیو شمیر پنځلس سلنه زیات شوی دی.

په کابل کې د بي بي سي خبريال محمود کوچی په خپل راپور کې کاږي، د وزارت چارواکي وایي په ډیرو سیمو کې وچکالۍ هم خلک اړ ایستي چې له خپلو اصلی سیمو وکوچیږي.

د ځینو شمیرو له مخې دا مهال په افغانستان کې تر نیم ميلیون زیاتې کورنۍ له خپلو مینو بیځایه شوي چې ټول یې بیړنیو مرستو ته اړمنې دي .

د افغانستان د کډوالو او بیرته ستنیدونکو چارو وزارت داسې مهال د بیځایه شویو کډوالو په اوه اندیښنه په ډاګه کوي چې په ډیرو سیمو کې سر له همدا اوسه د ژمي سړې سیلۍ رالوتي او د هغو کسانو ژوند یې له ګواښ سره مخامخ کړی چې د سر سیوری نه لري او په کیږدیو او یا بیدیا کې شپې سبا کوي.

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر جماهیر انوري په ټول افغانستان په تیره بیا په پلازمینه کابل کې د بیځایه شویو کورنیو پر حال اندیښنه ,ښوده او له مرستندويه هیوادونو یې وغوښتل چې په دې برخه کې له دوی سره مرستې وکړي:

''پخوا د بیځایه شویو شمیر۴۷۰ زره کورنۍ وې، خو په دغه شمېر ۱۷۰ زره نورې کورنۍ هم ورزیاتې شوي. موږ د دغه وضیعت په اړه اندیښمن یو، په کار دی چې د دغو ستونزو د هوارولو لپاره بنسټیز ګامونه پورته شي''.

دغه بیځایه شوي چې دا مهال نه د سر سیوری لري او نه د تیښتې لپاره کوم لوری، تل د افغان حکومت او نورو مرستندويه ټولنو د مرستو غوښتونکي دي.

د افغانستان په ولسي جرګه کې د کډوالو د کمیسون مشر محمد نذیر احمدزی هم وایي که په را روان ژمي کې د دغو کورنیو لاسنیوی و نه شي، نو د دغو خلکو د ژوندي پاتې کیدو چانس هم ښایي لږ وي.

په افغانستان کې د طالبانو تر نسکوریدو وروسته د دغه هیواد له شمالي ولایتونو نه ګڼ خلک نورو ولایتونو ته وکوچیدل او ویل یې چې سیمه ییزو قومندانانو او زور واکو دوی دې ته اړ ایستي چې خپلې سیمې پریږدي.

دغه راز هغوی دا ادعا هم کوله چې د دوی ځمکې زورواکو لاندې کړي او شتمنۍ یې هم لوټ شوې دي چې تر دې مهاله د دوی برخلیک نه دی جوت شوی.

خو په تیرو څو کلونو کې د دغو بیځایه شویو شمیر نور هم زیات شوی او د ناامنیو په وجه د ډیرو سویلي او سویل ختیځو ولایتونو خلک اړ شول چې نورو ښارونو او ولایتونو ته وکوچیږي.

د ځینو کتونکو په وینا نن سبا افغان حکومت ته هغه سر خوږی چې بیځایه شویو کډوالو پیښ کړی ښایي هغو کډوالو نه وي پیښ کړی چې په نورو هیوادونو کې د کډوالۍ شپې ورځې تیروي.

ورته مطالب