ولسي جرګې لږکيو ته د ځانګړې څوکۍ ورکول رد کړل

Image caption افغان او سکانو ګواښنه کړې، که څوکۍ ور نه کړای شي، له افغانستان نه به ووځي

د افغانستان ملي شورا يوې ځلې بيا لږکيو، هندوانو او سکانو ته په ولسي جرګه کې د يوې ځانګړې څوکۍ ورکول رد کړل.

هندوانو او سکانو ته د ځانګړې څوکۍ د مخالفو وکيلانو استدلال دا و، چې د ولسي جرګې څوکۍ د خلکو د رايې له مخې ورکول کېږي، نه له بلې لارې.

خو لږکيو ته د ځانګړې څوکۍ ورکولو سره موافق وکيلان په دې باور دي، دا چې د ښځو او کوچيانو لپاره څوکۍ ځانګړې شوي، بايد لږکيو ته هم ورکړای شي.

څو مياشتې وړاندې هم د ټاکنو په قانون کې د خلکو استازو هغه ماده رد کړه، چې له مخې يې هندوانو او سکانو ته يوه څوکۍ ځانکړې شوې وه.

دغه وخت د ولسي جرګې پريکړې د هندوانو او سکانو د مرکزي شورا او د مدني ټولنو سخت غبرګون له ځانه سره درلود.

د دغې شورا مرستيال راويل سنګهـ ويلي و: ''که زموږ غوښتنې ته مثبت ځواب ونه ويل شي، مجبوره يو چې له حکومت نه وغواړو، موږ له دغه هېواده وباسي، چې موږ د ملګرو ملتونو له لارې په کوم بل هېواد کې پناه واخلو''.

له دغو اعتراضونو وروسته افغان ولسمشر د سکانو او هندوانو استازي وروبلل او ژمنه يې ورکړه چې په يوه مياشت کې به يې ستونزې هوارې شي.

د ولسمشر له ژمنې لږ وروسته د افغانستان د وزيرانو شورا په ولسي جرګه کې د يو څوکۍ د زياتېدو طرحه تصويب کړه.

د شنبې ورځې ( ډسمبر، ۱۴مه) د ولسي جرګې غړو د ولسمشر کرزي فرمان د افغانستان د اساسي قانون خلاف وباله او هغه يې د رايو په اکثريت رد کړ.

تر اوسه د هندوانو او سکانو له لوري کوم تازه غبرګون نه دی ښوول شوی، خو په مخکني غبرګون کې ويلي و، چې ښايي له افغانستان نه ووځي.

ورته مطالب