زابل کې شپږ امریکايي عسکر وژل شوي دي

Image caption طالبان ادعا کوي چې دغه چورلکه دوی را نسکوره کړې ده.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونه وايي چې د زابل په ولايت کې د دوى د يوې الوتکې د رانسکورېدا له امله امريکايي عسکر وژل شوي دي.

ایساف منلې چې په چورلکه کې یې شپږ سرتېري وژل شوي او زیاتوي چې په اړه یې پلټنه پیل شوې ده.

دا له مارچ راهیسې د امریکايي پوځیانو لپاره خونړۍ ورځ وه.

د ځايي چارواکو تر څنګ ناټو په یوې وینا پاڼه کې ویلي چې چورلکه د تخنیکي ستونزو له امله را پرېوتې.

په سیمه کې د جګړې کوم رپوټ هم نه دې ورکړل شوی خو طالبان ادعا کوي چې دغه چورلکه دوی را نسکوره کړې ده.

په تېره یوه لسېزه کې د ناټو یو شمېر الوتکې له تخنیکي ستونزو او یا هم د وسله والو د برید له امله را لوېدلي دي.

په ۲۰۱۱ کال کې یوه چینوک چورلکه را ولوېدله چې ۳۸ کسان په کې ووژل شول چې ډېری يې امریکایان ول. طالبانو ویلي وو چې دغه چورلکه دوی را غورځولې ده.

د دې کال په پیل کې ایساف د افغانستان امنیتي چارې افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارلې خو لا هم نژدې ۹۷ زره بهرنې پوځیان په دغه هېواد کې پر ماموریت بوخت دي.

د ایساف په قومندانۍ په افغانستان کې دمګړۍ د ۵۰ هېوادونو سرتېري شته. په دې کې ۶۸ زره امریکايي سر تېري دي.

امریکا غواړي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې پوځي فعالیت و نه لري او او یوازې د افغان ځواکونو د روزنې او پیاوړي کولو په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ورته مطالب