د افغان آسترالیا سوداګریزه شورا پرانېستل شوه

Image caption د افغان استرالیا سوداګریزې شورا موخه د اقتصادي پرمختګ وده ده

د استرالیا په مېلبورن ښار کې د افغان آسترالیا سوداګریزه شورا د آسترالیا د سوداګرۍ وزیر اندرو روب له خوا پرانېستل شوه.

په یوه خبري وینا پاڼه کې راغلي چې د دې شورا پرانېستنه له افغانستان سره د آسترالیا د غښتلې اقتصادي دېپلوماسۍ څرګندونه کوي.

د آسترالیایي وزیر په وینا دا ګام جوتوي چې آسترالیا د افغانستان له راتلونکي سره مرستو ته کلکه ژمنه ده او دا هېواد به د افغانستان د پرمختیا او امنیت په ټینګښت کې مرسته کوي.

په وینا پاڼه کې راغلي چې د یوه هېواد د راتلونکي له پاره اقتصاد مهمه ونډه لري او له همدې امله استرالیا هوډ کړی چې د افغانستان په سوداګرۍ، پانګه اچونه او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزو اړیکو غوړېدو کې مهمه ونډه ولري.

د ښاغلي روب په وینا د افغانستان اوسنیو ننګونو ته په کتو، استرالیا کولی شي د افغانستان له اقتصادي او سوداګریز پرمختګ سره مرسته وکړي او همدا شورا به د دې همکارۍ یوه ښه بېلګه وي.

د وزیر په وینا دا شورا کولی شي په دې برخه کې اوسني اړیکي غښتلي کړي او د راتلونکو ټینګو اړیکو جوړولو ته لاره هواره کړي.

د افغان آسترالیا شورا مشر د استرالیا د ملي بانک کار کوونکی بشیر کشتیار دی.

نوموړي د یوې اوږدې مودې له پاره رخصتي اخیستې او غواړي چې د شورا چارې سمبالې کړي او هغه سمې پرمخ ولاړې شي.

د آسترالیا د سوداګرۍ وزیر وویل ښاغلی کشتیار به وکولی شي چې په خپلو مسلکي فعالیتونو سره د دې شورا چارې سمې او په ښه ډول پر مخ بوزي.

ښاغلي روب وویل د آسترالیا او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پرمختګ د دواړو هېوادونو په ګټه دی او هیله من دی چې دا اړیکې به په راتلونکي کې هم وده او پراختیا وکړي.