فيضي: فشار به مو لاسليک ته اړ نه باسي

فيضي
Image caption ايمل فيضي وايي که د ولسمشر دوه غوښتنې ونه منل شي تړون پر فشارونو څوک نه شي پرې لاسليکولى

په رسنيو کې د امريکايي جنرال مارتن ديمپسي تر هغو څرگندونو وروسته چې ويل يې د کابل او واشنگټن ترمنځ امنيتي او پوځي تړون بايد ژر تر ژره لاسليک شي کابل بيا پر خپل دريځ ټينگار وکړ.

په رسنيو کې د هلمند ولايت د سنگين په ولسوالۍ کې د افغان پوځ او طالبانو ترمنځ د ادعا شوې مرستې تر خبر وروسته جنرال ديمپسي ويلي و چې دغه ډول پرمختياوې د دۀ په وينا ښايي د افغانستان پر راتلونکو ټاکنو بد اغېز ولري.

د جنرال ديمپسي له خولې رسنيو ليکلي چې په همدې دليل د واشنگټن او کابل ترمنځ د پوځي او امنيتي تړون ژر تر ژره لاسليک مهم دى.

د هغه له خولې دا هم ويل شوي چې که دا تړون لاسليک نه شي نو افغانانو ته به دا پوښتنې پيدا کيږي چې موږ به ( نړيوال) ورسره وي که نه وي او د افغانستان د ملي ځواکونو مرسته به کوي که نه.

د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي دغه څرگندونې د واشنگټن له لورې " فشار" وبللې.

له بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره په خبرو کې ښاغلي فيضي ټينگار درلود چې د دۀ په وينا دغه ډول فشارونه به د امنيتي او پوځي تړون لاسليک ته دوى اړ نه کړي.

ښاغلي فيضي وويل:

"د ولسمشر او د افغانستان د ولس له لورې د وړاندې شويو دوو غوښتنو منل د دغه تړون د لاسليک شرط دى."

ځينو نورو افغان چارواکو چې د نوم له ښولو يې ډډه کوله د جنرال ديمپسي دا څرگندونې داسې تعبيرولې چې گواکې واشنگټن په لوى لاس طالبانو ته د ځينو سيمو د ورپرېښودو هڅه او گواښ کوي.

دوى ويل داسې گنگوسې وې چې گواکې امريکايي چارواکو طالبانو ته د سويلي ولايتونو د ځينو برخو سپارلو ته زړه ښه کړى دى.

دغو چارواکو زياتوله چې له ٢٠١٤ کال وروسته امريکايي ځواکونه له طالبانو سره د جنگ د نيت نه لرلو خبره پخوا لا کړې او په داسې حالت کې به دوى په يوه کور کې د دوو کورونو د جوړولو چاره پر مخ بوځي چې افغانستان ته د منلو وړ نه ده.

د ولسمشر کرزي وياند په دې باب له ډيرڅه ويلو ډډه وکړه.

ښاغلي فيضي يوازې دومره وويل چې د افغانستان يوه لويشت خاوره به چا ته پرېنږدي او که طالبان واک ته رسېدل غواړي نو لار يې د سياسي بهير تعقيبول دي.

د افغانستان او متحدو ايالاتو ترمنځ د پوځي او امنيتي تړون پر سر نژدې دوه کاله خبرې وشوې.

د تير نومبر په مياشت کې ظاهرآ د خبرو تر بشپړېدا وروسته په کابل کې مشورتي لويه جرگه وبلل شوه.

لويې جرگې دغه تړون ومانه.

خو ولسمشر کرزي د جرگې له پرېکړو وروسته ځينې غوښتنې مطرح کړې چې د افغان چارواکو په وينا پخوا هم دغه غوښتنې يادې شوې وې.

ولسمشر کرزي ويل چې که يې غوښتنې ونه منل شي نو واشنگټن دې صبر وکړي او له نوي افغان ولسمشر سره دې دا تړون لاسليک کړي.

افغانستان د ٢٠١٤ کال د اپريل په مياشت کې د ولسمشرۍ ټاکنې کوي.

واشنگټن د دغه تړون د لاسليک لپاره د روان ميلادي کال تر پايه وخت ټاکلى و خو وروسته دغه موده ظاهرآ وغځول شوه.

د چارواکو څرگندونو ته په پام سره داسې نه ښکاري چې دواړه غاړې دې د تړون لاسليک ته سره نژدې شوې وي.

ورته مطالب