څار شبکه: د کانونو د 'چور تالان' مخه ونیسئ

Image caption د څار شبکه پر حکومت تور پورې کوي، چې د کانونو په خوندیوب کې پاتې راغلی

په افغانستان کې یو شمیر مدني ټولنو پر افغان حکومت غږ وکړ، چې په ناقانونه ډول د کانونو د سپړنې مخه ونیسي او هغه کسان دې محاکمه کړي، چې په دغه چاره کې ښکېل دي.

دغه مدني ټولنې پرته له دې چې د چا نوم واخلي، ادعا کوي چې ځینې دولتي لوړپوړي چارواکي په ناقانونه ډول د کانونو په ایستلو کې لاس لري.

زموږ همکار حفیظ الله معروف په خپل رپوټ کې پر طبیعي سرچینو د څار شبکې د غړو له قوله وايي، چې هره ورځ له پنځو ميلیونو تر شپږ میلیونو ډالرو پورې د افغانستان کانونو چور کیږي.

دغه شبکه پر حکومت تور پورې کوي، چې د کانونو په خوندیوب کې پاتې راغلی دی.

دغه بنسټ له حکومته غواړي، هغه ۱۴۰۰ شرکتونه او اشخاص دې محاکمې ته کاږي ، چې نژدې شپږ میاشتې مخکې یې کانونو وزارت لیست خپور کړی و.

د دغه بنسټ چارواکو په وینا دغه شرکتونه تر ‌ډېره د زورواکانو، سيمه ييزو قومندانانو او ان د افغانستان د ملي شورا د يو شمېر غړو دي.

د دغې شبکې یوه غړي جاوید نوراني په کابل کې یوې خبرې ناستې ته وویل: ''۲۰۰۰ ټنه کرومایت هره ورځ له افغانستانه په ناقانونه ډول ویستل کیږي. ۵۰۰۰ ټنه د ډبرو سکاره هره ورځ له د افغانستان له پولو وځي او په ځینو برخو کې د حکومت مخالف وسله وال هم له دغه پيسو ګټه اخلي''.

ښاغلی نوراني وايي، د حکومت د نه پاملرنې په پایله په افغانستان کې اوس په ناقانونه ډول د کانونو استخراج په دود بدل شوی دی.

پر طبیعي سرچینو دڅار شبکه چې یو کال وړاندې جوړه شوې او نژدې ۲۰ مدنې ټولنې ورسره دي وايي، د کانونو چورول او په خپلسر یې سپړل د قومونو ترمنځ تربګنۍ ډیروي، ځکه هر قوم هڅه کوي له کانونو ډیر څه تر لاسه کړي.

د دغې شبکې یو بل غړی تواب ستانکزی وايي، یوازې د کابل په شاوخوا کې په څه باندې ۷۰۰ ځایونو کې په ناقانونه ډول کانونه سپړل کیږي.

ښاغلی تواب زیاتوي، حکومت په امنو سیمو کې هم د کانونو د چور مخه نه ده نیولې.

تر اوسه د کانونو وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي، خو څو میاشتې مخکې دغه وزارت بي بي سي ته منلې وه چې په رښتيا هم د دغه هېواد یو شمېر کانونه په ناقانونه ډول ايستل کېږي.

د ياد شوي وزارت وياند رفيع صديقي ويلي و، چې په دې برخه کې یې پلټنه کړې، او د هغو کسانو يو نوملړ يې د خپل وزارت د وېبپاڼې له لارې خپور کړی چې په ناقانونه کان کندنو کې لاس لري.