حکومت ۵ نوماند وزيران ولسي جرګې ته معرفي کړل

Image caption ټاکل شوې راتلونکې چارشنبه ولسي جرګه دغو نوماند وزيرانو ته رايه ورکړي

افغان حکومت د افغانستان ولسي جرګې ته پنځه نوماند وزیران وروپېژندل، چې څو ورځې وروسته به د جرګې غړي دوی ته د باور او يا هم د رد رايه ورکړي.

ولسي جرګې ته په ورپېژندل شويو نوماندانو کې د بهرنيو چارو، سوداګرۍ، کانونو، اوبو او برېښنا او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزيران شامل دي.

عبدالله ستانکزی په خپل راپور کې کاږي، چې دغه نوماند وزیران نن (شنبه، ۲۱ ډسمبر) د ولسمشر کرزي مرستيال محمد قسيم فهيم ولسي جرګې ته معرفي کړل.

ښاغلي فهيم دغه راز د افغانستان د سترې محکمې يو غړی او پر اساسي قانون د څار کمېسيون يو غړی هم ولسي جرګې ته معرفي کړل.

نوماند وزيران:

ضرار احمد عثماني د بهرنيو چارو وزارت ته نوماند:

ضرار احمد عثماني د مير محمد عثمان زوی په ۱۳۴۲ لمريز کال کې په پروان ولايت کې زېږېدلی دی.

منځنۍ زده کړې يې په کابل کې او لوړې زده کړې يې د پروان د معلم د تربيې په انستيتيوت کې کې کړي دي.

ښاغلي عثماني د پروان د والي، د کورنيو چارو وزارت د امنيتي معين، د کورنيو چارو د وزير او د نشه يي توکو پر وړاندې د وزیر په توګه دندې ترسره کړې دي.

محمد اکبر بارکزی د کانونو وزارت ته نوماند:

محمد اکبر بارکزی د غلام حيدر خان زوی په ۱۳۳۹ لمريز کال کې په بغلان ولايتی کې زېږېدلی دی.

لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې په بغلان کې کړي او د پوليسو له اکاډمۍ نه د لسانس په کچه فارغ شوی دی.

محمد اکبر بارکزي د کورنيو چارو او فوايد عامې په وزارتونو کې په لوړو پوستونو کار کړی. ښاغلي بارکزي د کانونو او د اوبو او برېښنا وزارتونو د مرستيال او د بغلان د والي په توګه دندې ترسره کړې دي.

محمد عارف نورزی د اوبو او برېښنا وزارت ته نوماند:

محمد عارف نورزی د محمد موسی خان زوی په ۱۳۳۰ لمريز کال کې په کندهار ولايت کې زېږېدلی دی.

لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې د کندهار د البيروني په لېسه سرته رسولي او لوړې زده کړې يې په کابل کې پای ته رسولي.

ښاغلي نورزي د کندهار د اوومې فرقې د قومندان، د خفيفه صنايعو او خوراکي توکو د وزیر، د سرحدونو او قبایلو چارو د وزير او د سولې په چارو کې د ولسمشر د سلاکار په توګه دندې ترسره کړې دي.

دين محمد مبارز راشدي د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې وزارت ته نوماند:

دين محمد مبارز راشدي د محمد عظيم زوی په ۱۳۴۸ لمريز کال کې په سرپل ولايت کې زېږېدلی دی.

ابتدايي او منځنۍ زده کړې يې په سرپل کې او لوړې زده کړې يې په ايران کې کړي دي.

دين محمد مبارز راشدي له تېرو اوو کلونو راهيسې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مرستيال په توګه دنده ترسره کړې ده.

محمد شاکر کارګر د سوداګرۍ وزارت نوماند:

محمد شاکر کارګر د عبدالرسول کارګر زوی په ۱۳۴۶ لمريز کال کې په فارياب ولايت کې زېږېدلی دی.

محمد شاکر کارګر ابتدايي زده کړې په فاریاب او لوړې زده کړې يې په روسيه کې کړې دي.

ښاغلي کارګر په بن کې د موقت حکومت د مرستيال، د اوبو او برېښنا د وزير، د ولسي جرګې د غړي او په ازاربايجان کې د سفیر په توګه دندې ترسره کړې دي.

تر دې وړاندې له تېرو څو مياشتو راهيسې دغو نوماند وزیرانو د دغو وزارتونو د سرپرستو وزيرانو په توګه دندې ترسره کولې.

دغه نوماند وزيران تر ډېره د هغو پخوانيو وزيرانو ځای ناستي دي، چې اوس د ولسمشرۍ ټاکنو ته ولاړ دي.

ټاکل شوې راتلونکې چارشنبه ولسي جرګه دغو نوماند وزيرانو ته رايه ورکړي.

ورته مطالب