سمنګان والي پر ضد ایبک ښار کې مظاهره شوې

Image caption په ظاهره د مظاهره د سمنګانو والي خیرالله انوش او د هغه ادارې پر ضد وه.

د سمنګانو ولایت په مرکز ایبک ښار کې سلګونو کسانو مظاهره کړې او د دغه ولایت د والي ګوښه کېدل غواړي.

د دغې مظاهرې مخکښ پخوانی سناتور او د دغه ولایت د ولایتي شورا رییس دی.

د سمنګانو والي خیرالله انوش، له بي بي سي سره خبرو کې مظاهره کوونکي د ولایت په حالت خرابولو تورن کړل او وايي یوشمېر دغه مظاهره کوونکي د حکومت له وسله والو مخالفانو سره ملګري دي.

نور حال له کابله د نورمحمد سعید په رپوټ کې وايي، په ظاهره د مظاهره د سمنګانو والي خیرالله انوش او د هغه ادارې پر ضد وه.

مظاهره کوونکو نن ګهیځ وختي د ولایت مقام ودانۍ پر لور تللې لارې وتړلې او هلته یې کيږدۍ ودرولې.

ویل کېږي دغه مظاهره یو پخواني سناتور او د دغه ولایت د شورا رییس رهبري کوي. دغه پخوانی سناتور محمداصف عظیمي وايي، تر هغو چې والي نه وي ګوښه شوی خپل احتجاج ته دوام ورکړي. والي حیرالله اندېش وايي د ده پر ضد یوه دسیسه شوې.

والي خیرالله انوش چې د جنرال عبدالرشید دوستم د جنبش ملي اسلامي غړی دی، له تېرو دریو کلونو او نهوو میاشتو راهیسې د سمنګان والي دی.

ویل کېږي دغه ولایت کې د والي په توګه د ښاغلي انوش شتوالي څو ځله د یو شمېر سیاسي ګوندونو او په تېره د جمعیت اسلامي ګوند د قومندانانو له اعتراض سره مخامخ شوی دی.

د ایبک ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي ننۍ مظاهره هم په ځايي اداره کې د واک پر سر د سیاسي اختلاف یوه برخه وه. د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره په دې اړه تر اوسه څه نه وا يي او د دې مظاهرو اصلي رېښه موندل ګران دی.

ورته مطالب