'د پنجوايي یوه جومات کې ۵۰ ماینونه نیول شوي'

Image caption طالبانو د دې پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

د افغانستان جنوبي ولایت کندهار سیمه ییز چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو په یوه جومات کې ۵۰ ماینونه کشف او ترلاسه کړي دي.

دوی وايي، چې دغه ماینونه پنجوايي ولسوالۍ کې کشف شوي.

د کندهار د والي ویاند جاوېد فیصل وايي، دغه ماینونه د پنجوايي ولسوالۍ تلوکان په شین غزنې کلي کې 'وسله والو' پټ کړي وو.

ښاغلی فیصل زیاتوي، چې وسله وال طالبان ډېر کله په سپېڅلو ځایونو کې خپلې وسلې او مهات خوندي کوي.

په دې وروستیو کې افغان امنیتي ځواکونو د کندهار پنجوايي ولسوالۍ کې د وسله واو د ځپلو لپاره پراخ چاڼیز عملیات پیل کړي دي.

<span >د پنجوايي سیمه ییز چارواکي وايي، له سیمې ایستل شوي وسله وال د ماینونو په ساتلو غواړي خپل شتون وښيي.

<span >پنجوايي کې د سیمه ییزو چارواکو د دې وینا په اړه طالبانو تر اوسه هېڅ نه دي ویلي، چې ګني دا ماینونه وسله والو طالبانو ځای پرځای کړي وو.

تېره میاشت د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل بي بي سي ته وویل، هغه ۳۵۰۰ ماینونهچې په یوه تراکتور کې لېږدول کېدل، هدف ته له رسېدو وړاندې يې چاودنه کړې.

<span >کندهار د افغانستان په سوېل کې تر ټولو ډېر ناامنه ولایت دی، چې په وروستیو کلونو کې ګڼ ډله ییز بریدونه په کې وشول.

<span >دغه ولایت د طالبانو د تحریک د مشر ملا محمد عمر او نورو جګپوړو مشرانو اصلي ځای دی، چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د پلازمېنې کار ترې اخیستل کېده.

ورته مطالب