کانکور ازموینې ته ۲۰۰ چمتو شوې کونړۍ نجونې

Image caption کلیوالې کورنۍ له هلکانو سره د نجونو د ګډ تعلیم اجازه نه ورکوي.

د افغانستان په نژدې ټولو ولایتونو کې د لوړو او نیمه لوړو زده کړو له بهیر سره سره، د شمېر له مخې د نجونو ونډه په ځینو سیمو کې خورا ټیټه ده.

په پوهنځیو کې د نجونو د کم رنګۍ دلایل، د کورنیو نه لېوالتیا، او نورو ولایتونو ته د نجونو بریالیتوب يا دیږي، چې تر بري ورسته نه شي ورتلی.

د کونړ د پوهنې ریس سید جمال الدین حسني وايي دا کال له پنځلسو لیسو د فارغو شوو له منځه ایله څه باندې دوه سوو نجونو د کانکور ازموینې ته ځانونه چمتو کړي.

ښاغلی حسني وايي ډېرې کورنۍ چې لوستې هم دي خپلې لوڼې پوهنتونو نو ته نه لیږي.

نوموړی د ځینو بېلګې وړاندې کوي چې ویل يې کورنۍ يې د پورته زده کړو مخه نیسي.

په کانکور کې د بخت ازمایلو په نیت نوم لیکې نجونې ډیرې د مرکز اسد اباد او ورڅېرمه لیسو دي.

د پوهنې چارواکي وايي له ليرې لیسو له نجونو پوهنتون ته د ورتلو حق اخیستل شوی.

محمد ګل مړوند په اسد اباد کې د نجونو د هغې لیسې سر ښوونکی دی، چې تر نورو ډېر زده کوونکي لري.

ښاغلی مړوند پوهنتون ته د لږو نجونو د ورتګ دلیل د هغو اسانتیاوو نه شتون یادوي، چې دده په خبره په لویو ښارونو کې شته.

نوموړی وایي د فاطمې لیسې د ټولو فارغو شوو نجونو له ډلې ایله څوارلسو يې کانکور ته نوملیکنه نه ده کړې.

د لوړو زده کړو د وزارت چارواکي که څه هم په تېر کې د نجونو لپاره پر یو څه غوراوي قانع وو، خو اوس وايي دا د زده کوونکو خوښه ده چې هر ځای يې خوښ وي د ازموینې پر ورځ دې يې غوره کړي.

Image caption په کانکور کې د کونړي نجونو د ډېر ګډون اصلي لامل په کونړ کې د پوهنتون جوړېدل دي.

د لوړو زده کړو د وزارت ویاند عظیم نوربخش وايي اوس دېرش سلنه نجونې په لوړو زده کړو لګیا دي.

نوموړی هیله من دی چې دا کال به دغه شمېره نوره هم لوړه شي، خو د لیرې پرتو سیمو د نجو نو لپاره يې د اسانتیاوو خبره ونه کړه.

اوس په ټول کونړ کې د نجونو اوه ویشت لیسې شته، شاوخوا شپیته زره نجونې پکې تر دوولسمه زده کړې کوي.

سږ کال له شاوخوا پنځلسو لیسو نه څه باندې څلور سوه جینکۍ فارغ شوي چې ایله نیمايي هغو يې د کانکور په راتلونکې ازموینه کې نومونه لیکلي.

دغه نجونې او کورنۍ يې وايي که نورو ولایتونو ته يې لوڼې بریالۍ هم شي، لوړې زده کړې به ترې پاتې وي.

ورته مطالب