روسیه د کابل-واشنګټن امنیتي تړون د وخت اړتیا بولي

سیرګي نریشکین
Image caption سیرګي نریشکین ویلي، چې د یوه بې طرفه او دیموکرات افغانستان غوښتونکی دی.

د روسیې پارلمان کې د ولسي استازو مشر سیرگی ناریشکین کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغان چارواکو سره تر لیدو کتو وروسته د هغه هیواد په سفارت کې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ویل.

کابل کې زموږ همکار محمود کوچی پخپل راپور کې وايي، کله چې له نوموړي نه د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون په اړه پوښتنه وشوه، پرته له دې چې دغه تړون ته اشاره وکړي ویې ویل چې ددغه تړون لاسلیکېدل او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو شته والی د دغه هېواد د ټیکاو لپاره ډیر اړین او ضروري دی.

ښاغلی نریشکین وایي چې د افغان ځواکونو له پیاوړتیا وروسته ښایي په دغه هېواد کې د بهرنیو ځواکونو شته والی ته اړتیا ته ضرورت پیښ نه شي، هغه پر دې خبرې ټینګار لاره چې په راتلونکې کې په افغانستان کې که د ناټو ځواکونه پاتې کیږي نو د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اډانه کې باید پاتې شي:

د روسیې دوست هېواد

''موږ پر دې پوهیږو چې چې اوسمهال په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پاتې کیدل اړین او ضروري دي، خو هغه مهال چې افغان ځواکونه پیاوړي او غښتلي شي دغه ځواکونه باید کم شي، موږ هیله من یو چې په افغانستان کې به په راتلونکي کې بهرنۍ اډې نه وي او دغه هېواد به د یو بې پرې او خپلواک او د روسیې د دوست هېواد په توګه پاتې شي''.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د حضور ترڅنګ، په دغه هېواد کې دروسې بله اندیښنه د مخدره توکو کښت دی.

د ملګرو ملتونو د مخدره توکو پرضد د مبارزې ادارې د مالوماتو له مخې، د تیر کال په پرتله سږ کال په افغانستان کې د نشه یي توکو کښت ۴۵ سلنه ډېر شوی دی.

د روسیې د ولسي جرګې مشر وایي، په تېرو دولسو کلونو کې نژدې ۴۴ سلنه د مخدره توکو تولید په افغانستان کې ډیر شوی دی. هغه وویل، روسیه چمتو ده، چې په دغه برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي:

جدي ننګونه

''په افغانستان کې د مخدره توکو کښت او تولید د دغه هېواد، سیمې او روسیې لپاره یوه جدي ننګونه ده. موږ په دې برخه کې بېلابېل پروګرامونه لرو. دارنګه څه موده وړاندې د روسیې ولسمشر لارښوونه وکړه، چې په افغانستان کې د مخدره توکو پرضد د مبارزې له بنسټونو سره نورو کومکونه وکړو او په دې برخه کې د روسيې څو وزارتونه پر کار بوخت دي. د مخدره توکو پرضد د فدرالي ادارې لومړی مرستیال هم له ماسره په دغه سفر کې ملګری دی. له نشه یې توکو سره مبارزه مهمه موضوع ده''.

د روسیې د ولسي جرګې مشر، سیرګي ناریشکین دارنګه وویل، چې هېواد یې چمتو دی، د افغان ځواکونو د زده کړې بورسونو شمیر ډیر کړي.

د روسيې د مالوماتو له مخې، په تېرو څو لسیزو کې شاوخوا پنځه سوه زده افغانانو په بېلابېلو برخو کې په روسیه کې روزنه لیدلې ده.

ورته مطالب