دوه توغندي د امريکا سفارت په انګړ کې لګېدلي

Image caption د امريکا سفارت د ولسمشرۍ ماڼۍ سره نژدې موقعيت لري

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د امريکا سفارت تاييد کړې، چې دوه توغندي د دغه سفارت د ودانۍ په انګړ کې لګېدلي، خو مرګ ژوبله يې نه ده اړولې.

د امريکا سفارت په يوه لنډ پيغام کې بي بي سي ته د خپل وياند له قوله ويلي چې: ''د کابل پر وخت د سهار په شپږ بجو او څلوېښت دقيقو دوه مرمۍ د امريکا د متحد ایالاتو د سفارت د ودانۍ په انګړ کې ولګېدلې. دغلته ټول امريکايان روغ رمټ دي او څوک ټپيان شوي نه دي''.

په دغه پيغام کې راغلي چې د امريکا سفارت د دغه بريد په اړه پلټنې پيل کړې دي.

د امريکا سفارت د ولسمشرۍ ماڼۍ سره نژدې موقعيت لري او څو نور پوځي او دپلوماتيک مرکزونه هم په دغه ځای کې دي.

دغلته له سفارت پرته د ناټو مرکزي قومنداني، د افغانستان دفاع وزارت او بېلابېلو هېوادونو سفارتونه شتون لري.

تر دې مخکې د کابل پوليسو وياند ويلي و، هغو دوو توغنديو چې پر ښار توغېدو ته چمتو وو، درې افغان پوليس ټپيان کړي دي.

د کابل پوليسو وياند حشمت الله ستانکزي دغه راز ويل امنيتي ځواکونه توانېدلي يو بل توغندی له توغېدو مخکې شنډ کړي.

دی وايي پوليسو د دغو توغنديو د توغېدو په تړاو يو مشکوک کس نيولی دی.

ښاغلی ستانکزی وايي دغه چاودنه سهار اووه بجې د کابل ښار په ختيځه څنډه زمان خان کلا سيمه کې شوې چې درې پوليس يې ټپيان کړل.

تر دې وړاندې داسې راپورونه و، چې په پلازمېنه کابل کې يو بم چاودلی او دوه توغندي په ښار لګېدلي دي.

د پوليسو وياند په ښار د توغنديو توغول رد کړي وو.

تر اوسه هېڅ يوې ډلې د دغې پېښې مسووليت پر غاړه نه دی اخيستی.

ورته مطالب