نیمروز کې مېرمن د مېړه په وژلو لس کاله بندي شوه

Image caption د دې مېرمنې یاد شوی شپاړس کلن ورور د ماشومانو په روزنتون کې د اووه نیمو کالو په تېرولو محکوم شوی و.

د نیمروز ولایت د استیناف محکمې یوه ښځه د خپل مېړه د وژنې په تړاو په لس کاله بند محکومه کړې ده.

پر دغې ښځې تور پورې شوی و، چې مېړه یې د خپلو دوو وروڼو په همکارۍ وژلی دی.

د دې مېرمنې یاد شوی شپاړس کلن ورور د ماشومانو په روزنتون کې د اووه نیمو کالو په تېرولو محکوم شوی و.

خو لومړنۍ محکمې دغه ښځه بې ګنا بللې وه.

د نیمروز ولایت د استیناف محکمې مشر عطاء الله فکري بي بي سي ته وویل، دغه مېرمن د لاس ته ورغلو شواهدو او دلایلو پر بنسټ په جرم کې شریکه ګڼل شوې او په بند محکومه شوې ده.

''دغه اسناد د څارنوال، د ډاکټر د مشاهدو او د مېړه د ټپي کېدو عکسونه چې په دوسیه کې وو، وړاندې شوي دي.

محکمه دې یقین ته رسېدلې، چې د خپل مېړه په وژلو کې د دغې ښځې دوو وروڼو همکاري کړې ده، چې محکمې تورنه ښځه په لس کاله تنفیذي بند محکومه کړه''.

په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی ډېر شوی دی، خو داسې ډېر کم کېږي، چې ښځې دې د نارینه وو پر وړاندې له زور زیاتي کار واخلي.

ورته مطالب