د کابل هوايي ډګر دویمه ځغاست لیکه جوړه شوه

Image caption دغه پروژې د جاپان په ۴۰ میلیونه ‌ډالره مرستې سره بشپړې شوې.

د کابل هوايي ډګر دویمه ځغاست لیکه، او د الوتکو تم ځای د نړیوال هوايي چلند ټولنې له غوښتنو سره سم برابر شول.

دغه پروژې د جاپان په ۴۰ میلیونه ‌ډالره مرستې سره بشپړې شوې.

اړوند چارواکي وايي په دې چارو سره د هوايي چلند د معیاري کولو په لور ارزښتمن ګامونه پورته شول.

په کابل هوايي ډګر کې د سپرلۍ وړونکو او بار وړونکو الوتکو لپاره نوې اسانتياوې رامنځ ته شوې.

د دغه هوايي ډګر د دویمې ځغاست لیکې او تم ځای جوړولو نژدې دوه کلونه وخت واخیست.

چارواکي وايي د دغو پروژو په بشپړتیا سره کابل هوايي ډګر د هوايي چلند د نړيوال بنسټ له غوښتنو او معیارونو سره برابر شو.

په تېر کې د دغو پروژو تشه لامل شوې وه، چې يو شمېر نړيوال شرکتونه کابل ته له الوتنو ډډه وکړي.

د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلند وزير داود علي نجفي وویل اوس نو کابل هوايي ډګر د هر راز وړو او سترو الوتکو الوتنو ته چمتو شو.

د کابل هوايي ‌‌ډګر په دویمې ځغاست لیکې او تم ځای ۴۰ میلیونه ډالره لګښت وشو، چې جاپان ورکړ.

چارواکي دا چاره په افغانستان کې د هوايي چلند د بنسټیز کولو په لوري یو بل بریالی ګام بولي.

کابل هوايي ډګر په افغانستان کې تر ټولو ستر هوايي ډګر بلل کېږي چې نوی ترمینل یې هم جاپان جوړ کړی دی.

دغه هوايي ډګر په ۱۳۴۲ لمریز کال کې تاسیس شوی دی او اوسمهال ترې هره ورځ نژدې ۵۰ ملکي الوتنې کېږي.

ورته مطالب