کابل کې د هلک او نجلۍ مړي بوجۍ کې موندل شوي

Image caption مړي د دریمې حوزې په بریکوټ سیمه کې موندل شوي دي.

د کابل پولسو په هغه ښار کې د يوې ځوانې ښځې او زلمي مړي په بوجۍ کې موندلي دي.

تر اوسه د نجلۍ او هلک پېژندګلوي نه ده شوې، او نه يې د وژلو انګېزه په ډاګه شوې ده.

پولیس وايي اوس مهال یې دغه مړي عدلي طب ته استولي دي.

ولسمشر حامد کرزي هم خپله وروستۍ راډيوي وینا د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي ته ځانګړې کړې وه.

هغه دا چاره غندلې، او له اړوندو بنسټونو یې غوښتي چې د مخنيوي په برخه کې یې مرسته وکړي.

د افغانستان په يو شمېر ولایتونو کې د دغه راز جوړه وژنو مخینه لیدل شوې ده، خو په وروستۍ لسيزه کې ښايي لومړی ځل وي، چې په پلازمېنه کې د یوه ځوان نارينه او ځوانې ښځې مړي جوړه په يوه بوجۍ کې د پولیسو لاسونو ته ورځي.

دا مړي د دریمې حوزې په بریکوټ سیمه کې موندل شوي دي.

پوليس وايي تر دې مهاله د وژل شویو ځوانانو پېژندګلوي نه ده شوې، او نه یې د وژلو تر شا پرته انګېزه په ډاګه شوې.

د کابل جنايي پولیس وايي مړي یې د پلټنو د بشپړتیا په موخه عدلي طب ته سپارلي دي.

د کابل پولیسو د جنايي پلټنو د برخې مشر سید ګل اغا هاشمي وویل د نارینه عمر له ۲۸ کلونو تر ۳۰، او د نجلۍ له ۲۰ تر ۲۲ کلونو برېښي.

"زموږ د پلټنې ډله تللې بېرته نه ده راستنه شوې. د لومړیو معلوماتو له مخې د پېښې ځای بل دی، دا د مړو د موندلو ځای دی، نور جزیات به وروسته څرګند شي."

تېره میاشت د کابل په ګاوندي ولایت لوګر کې دوې ښځې و‌ژل شوي او په اونو کې ځړېدلې وې چې په څرګنده یې پېژندګلوي و نه شوه.

تر هغې وروسته په بغلان ولایت کې یوه نجلۍ او هلک د نجلۍ د قام له خوا په دې تور په ډزو ووژل شول چې ګواکې له کورونو تښتېدل.

څو اوونۍ مخکې په هلمند کې هم یو هلک او نجلۍ د عاشقانه تړاو په تور په مرميو وژل شوي وو.

خو کله کله د دغه راز وژنو انګېزې پټې پاتې کېږي، چې بیا یې پولیس او خلک د افغانستان د ټولنیزو کړو وړو په رڼا کې د پت په نامه وژنې انګېري.

ولسمشر حامد کرزي هم په خپله وروستۍ راډيوي وینا کې ومنله چې د افغانستان په کلیو او ښارونو کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی ډېر شوی دی.

هغه دا له افغاني دودونو، اسلام، مدني او بشري ارزښتونو سره په ټکر کې وبلل.

ولسمشر له عدلي او قضايي بنسټونو، مدني ټولنې، ملا امامانو، قامي مشرانو او د ښځو د حقونو د خوندیتابه له بنسټونو وغوښتل چې د ښځو پر وړاندې د کېدونکي تاوتریخوالي مخه ونیسي او په دې برخه کې د عامه پوهاوي کچه لوړه کړي.

ورته مطالب