اسلام اباد کې افغان محصلینو عمومي شورا جوړه کړه

Image caption افغان محصلینو د شورا جوړولو لپاره اسلام اباد کې غونډه وکړه.

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د دغه هېواد د څلورو ایالتونو په یو شمېر پوهنتونونو کې په زده کړو بوختو افغان محصلینو پاکستان کې د افغان محصلینو په نوم یوه عمومي شورا جوړه کړه.

د شورا غړي وايي خپل دغه نوښت یې پاکستان کې له افغان سفارت سره هم شریک کړی.

د اسلام اباد نړیوال پوهنتون محصل عبدالله سعید د دغې شورا د رییس په توګه او د فیصل اباد کرنیز پوهنتون محصل حضرت الله رحیمي د عمومي سکرتر په توګه ټاکل شوي دي.

دې سره محصلینو له خپل منځه اووه کسان د مشرتابه پلاوي په توګه د یوه کال لپاره ټاکلي دي.

د شورا غړي وايي سیاسي هدفونه نه لري او ځان ته یې یو شمېر اصول ټاکلي، چې د پاکستان مېشته افغان محصلینو تر منځ همغږي او همکاري رامنځ ته کول، د خپلو ستونزو د هواري لپاره ګډې هلې ځلې کول او په شریکه د خپلو ستونزو د هواري لپاره هلې ځلې کول دي.

اوسمهال نږدې ١٠ زره افغان محصلین په پاکستان، هند، قزاقستان، ترکمنستان، جاپان، ترکيه، بنګله دېش او يو شمېر نورو هېوادونو کې د ليسانس، ماسټرۍ او دوکتورا پر کچو زده کړې کوي.

سربېره پر وړيا بورسونو افغان حکومت هم دې چارې ته په کال کې لس ميلیونه ډالر ځانگړي کړي دي.

ورته مطالب