ارسلا: امنیتي تړون دې همدا دولت لاسلیک کړي

Image caption د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو نوماند او د ولسمشر حامد کرزي پخوانی ستر وزير هدايت امین ارسلا.

د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو يوه نوماند او د ولسمشر حامد کرزي پخواني ستر وزير هدايت امین ارسلا وايي د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون تخنيکي او سیاسي خبرې اوسني حکومت ترسره کړي او همدغه حکومت يې بايد لاسلیک کړي، چې په وینا یې نوی ولسمشر د نورو ستونزو هوارولو ته وخت پيدا کړي.

خپله ولسمشر حامد کرزي هم نژدې یوه اونۍ مخکې ویلي وو چې د تړون په هکله له امریکا سره په روانو خبرو کې پرمخت‍ګ شوی، او اوس يوازې د سولې د بهیر د پیلولو شرط په مخکې پاتې دی.

د ولسمشريزو ټاکنو نوماند هدایت امین ارسلا په تېره لسيزه کې پر بېلو لوړو حکومتي څوکیو کار کړی، او ولسمشریزو ټاکنو ته تر درېدو پورې د افغان ولسمشر ستر وزير و.

نوموړي بي بي سي ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وویل چې د افغانستان او امريکا تر منځ امنیتي تړون سملاسي لاسلیکول اړين دي او باید و نه ځنډول شي.

ښاغلي ارسلا وویل د تړون سیاسي او تخنیکي خبرې اوسني حکومت تر سره کړي، او په وینا یې اوس نو په کار ده چې تړون هم همدغه حکومت لاسليک کړي.

دی وايي که داسې وشي نوی ولسمشر به د نورو ستونزو د هوارولو لپاره وخت بیامومي.

افغان ولسمشر حامد کرزي د یاد شوي تړون د منځپانګې د ارزونې مشورتي لويې جرګې په پای کې د دغه سند د لاسليکولو لپاره درې شرطونه را مخې ته کړل.

دا چې متحده ایالتونه به د افغانانو کورونه نه پلټي، د راتلونکو ټاکنو د کره والي ډاډ به ورکوي، او د افغان حکومت له وسله والو مخالفانو سره به د سولې بهیر پيلوي.

نژدې یوه اوونۍ مخکې افغان ولسمشر وویل چې دوه شرطونه یې منل شوي او یوازې د سولې د بهیر پلېدا ته خبره پاتې ده.

خو ښاغلی ارسلا سوله راوستل د کورنیو خنډونو پورې تړي.

نوموړی وای جوجاړی هله شونی دی، چې حکومتولي سمه شي، له نړیوالو او سيمه ییزو هېوادونو سره اړيکې پیاوړي شي، خلکو ته کار پيداشي، عدالت پلی شي، قانون واکمن او له ولس سره اړيکې ټینګ شي.

ورته مطالب