د رایې اچونې ۹ میلیونه پاڼې چاپ شوې دي

Image caption په راتلونکیو ټانکو کې نژدې ۱۴ میلیونه رای پاڼو ته اړتیا ده.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د رایې اچونې نژدې نهه میلیونه پاڼې چاپ شوي او تمه ښيي، چې پاتې نورې به هم کابل ته په دریو اونیو کې ورسېږي.

په راتلونکیو ټانکو کې نژدې ۱۴ میلیونه رای پاڼو ته اړتیا ده، چې له افغانستانه بهر د ملګرو ملتونو په مرسته چاپېږي.

د دغه کمېسیون د چارواکو په وینا نور هغه اړین توکي به هم په دریو اونیو کې کابل ته ورسېږي، چې په ټاکنو کې کارول کېږي.

په کابل کې زموږ همکار حفیظ الله معروف په خپل رپوټ کې وايي، په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د ټاکنو د نېټې له رانژدې کېدو سره، په دغه هېواد کې د ټاکنو لپاره چمتوالی هم ورځ تر بلې ډېرېږي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون چارواکي په خپلو تازه څرګندونو کې وايي، په راتلونکو دریو اونیو کې به د رایو پاڼو په ګډون ټول اړین وسایل کابل ته را ورسېږي او بیا به یې ولایتونو ته و وېشي.

د دغه کیمسیون د درالانشا مشر، ضیاالحق امرخېل وايي لوجیستکي تدابیر یې نیولې دي:

"د ضرورت وړ توکي اخیستل شوې دي. دا رنګه د رایې اچونې پاڼې د چاپ په حالت کې دي او له نهو میلیون ډېرې تر اوسه چاپ شوې دي. د جدي تر ۲۵ مه به ټول مواد کابل ته را ورسېږي او له هغې وروسته به ۳۴ و لایتونو ته واستول شي."

هغه توکي چې په ټاکنو کې کارول کېږي، ملګري ملتونه یې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په همغږۍ له څو هېوادونو پیري.

ښاغلی امرخیل وايي، په ټاکنو کې د درغلیو د مخنیوي لپاره یې ځینې تدابیر سر له اوسه نیولې دي او دغه کار یې په تېرو ټاکنو کې د تجربو پر بنسټ کړی دی.

"دا ځل پلان لرو، چې د ټاکنو په ورځ د درغلیو د مخنیوي لپاره دوه ډوله رنګ و کاروو. نو کوښښ مو کړی، چې د تېرو ټاکنو له تجربو ګټه واخلو."

خو د دې ټولو تر څنګ نا امني د راتلونکي کال د ټاکنو لپاره تر ټولو ستره ننګونه بلل کېږي.

د دغه کمېسیون چارواکو په وینا، په دوو اونیو کې به امنیتي بنسټونه د رایو اچونې د هغو مرکزونو لست ورکړي، چې امنیت یې خوندي کولای شي.

د دغه کمېسیون چارواکو پخوا ویلي، چې په یو شمېر ولسوالیو کې د نا امنیو له وېرې په ځینو مرکزونو کې د رایې اچونې امکان نشته خو امنیتي چارواکي بیا ډاډ ورکوي.

ټاکل شوې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي لمریز کال د حمل میاشت په شپاړلسمه ترسره شي.

ورته مطالب