"طالبان ښايي خپلې پخوانۍ سیمې بېرته ونیسي"

Image caption د برتانیا د پوځ مشر سر پیټر وال وايي روان کال به یې د سرتېرو لپاره تر ټولو ګران وي.

د برتانیا د پوځ مشر خبرداری ورکړی چې ښايي طالبان د افغانستان ځینې مهمې سیمې چې برتانوي ځواکونو نېولې دي، د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته بېرته ونیسي.

سر پیټر وال یوې برتانوۍ ورځپاڼې (ټلېګراف) ته ويلي چې طالبان ښايي خپلې پخوانۍ سیمې لکه د هلمند موسی کلا بېرته ونیسي او خپل واک هلته اعلان کړي.

د ښاغلي وال دا خبرې د ځینو ناټو مشرانو له نظرونو سره یو شان دي چې وړاندې یې په ډاګه کړي وو.

خو سر پیټر وال ويلي برتانوي سرتېري په خپل هدف کې بریالي شوي دي، "هغه دا و چې په افغانستان کې یې د القاعدې شبکې ته ګزار ورکړی او هغوی نور نه شي کولی له دغه هېواده پر نړیوالو د بریدونو تیاری ونیسي."

د هلمند موسی کلا هغه سیمه وه چې ډېری برتانوي سرتېري په کې په جګړه کې ووژل شول.

تر دې په مهاله ۴۴۷ برتانوي عسکر د افغانستان په جګړه کې وژل شوي او په سلګونه نور ټپیان شوي هم دي.

وروستی سرتېری دا تېره اوونۍ د کابل په ختیځ کې په عملیاتو کې ووژل شو.

د ټلېګراف ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې ښاغلي وال ويلي روان کال به یې د سرتېرو لپاره تر ټولو ګران وي ځکه ټول ۶۰۰۰ به له افغانستانه وتو تیاری نيسي.

نوموړي چې افغانستان ته د کرېسمېس لپاره ورغلی و، وويل که چېرې طالبان هغه سیمې چې موږ یې د نیولو لپاره وینې تویې کړي او سرتېري مو په کې له لاسه وکړي ونیسي زموږ لپاره به ډېر بد خبر وي.

هغه ويلي برتانوي سرتېرو په افغانستان کې خپل کار کړی دی او اوس د افغانستان را تلونکی یوازې او یوازې د افغان امنیتي ځواکونو په لاس کې دی.

سر پیټر وال ويلي د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته به هم ښايي په افغانستان کې جګړه روانه وي خو جګړه ختمېدلی هم شي که چېرې منځلاري طالبان د خبرو اترو بهیر ته را وهڅول شي.

ورته مطالب