رسنیو ته د ټاکنیز کمیسیون ځانګړې لایحه

Image caption له دې لایحې څخه سرغړونکو ته یو لړ سزاوې هم په پام کې نیول شوي دي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو په دوران کې د رسنیو د فعالیتونو د تنظیم لپاره یوه ځانګړې لایحه جوړه کړه.

د رسنیو د فعالیت د تنظیم په دغې ځانګړې لایحې کې راغلي ، هیڅ خصوصي او یا دولتي رسني نه شي کولای چې د نوماندانو د وروستي نوملړ د خپرېدو او د ټاکنیز کمپاین د رسمي پیل ترمنځ موده کې د کوم نوماند په ګټه فعالیت وکړي.

د رسینو د کمیسیون غړي امام محمد وریماچ دا لایحه د رسنیو د استازو په وړاندې ولوستله:

''ډله ییزې چاپي او برېښنايي رسنۍ که هغه دولتي وي او که خصوصي نه شي کولی د نوماندانو د وروستي نوملړ د خپرولو او د ټاکنیزو سیالیو د پیل ترمنځ واټن کې د ټاکنیز تقویم له مخې نه شي کولی د نوماندانو هیڅ ډول ټاکنیز فعالیت د خبر راپور مرکې عکس او یاسوداګریز اعلان او یا د خلکو په منځ کې د نوماندانو د نفوذ د کچې اړوند نظر سنجۍ چې په یو ډول د نوماندان په زیات او یا ګټه تمام شي خپور او چاپ کړي''.

خصوصي حریم

په لایحه کې دغه راز راغلي، رسنۍ حق نه لري چې نوماندان په خپرونو کې د شنونکي په توګه ور وبولي. دا لایحه دغه راز حکم کوي چې رسنۍ باید د اشخاصو خصوصي حریم ته درناوی وکړي او هغه پیسې چې د کمپاین پرمهال یې ترلاسه کوي په اړه یې په هرو پنځلسو ورځو کې د رسنیو کمیسیون ته راپور ورکړي.

د ټاکنو د کمیسیون په چوکاټ کې د رسنیو پنځه کسیز کمیسیون جوړ شوی چې غړي یې د مدني ټولنې په مرسته ټاکل شوي دي. د

دې کمیسیون مشره فریده نیکزاد وايی له دې لایحې څخه د سرغړونې په صورت کې به رسنۍ جریمه کیږي:

Image caption په راتلونکو ټاکنو کې یو شمیر نوماندان او یایې مرستیالان خپلې رسنۍ لري د رسنیو کمیسیون وايي دوی هڅه کوي له دا ډول رسنیو سره له قانون سره سم په یو څه توپير چلند وکړي.

''د قانون له مخې هغو رسینو ته چې سرغړونه کوي اخطار ورکول کیږي، چې شوې غلطي اصلاح کړي که نه نو بیا له پنځه زره یو سل زره افغانیو پورې نقدي جریمه کیږي''.

د دې لایحې د اعلان پر مهال د ځینو رسنیو استازي هم ورغوښتل شوي وو. د رسنیو کمیسیون وايي د خبري رسنیو د استازو نظرونه به د امکان په صورت کې ددې لایحې برخه وګرځوي.

د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنو ته کمپاین ددلوې میاشتې په دیارلسمه نیټه پیلیږي چې د حمل میاشتې تر ۱۳ به دوام ولري.

په راتلونکو ټاکنو کې یو شمیر نوماندان او یایې مرستیالان خپلې رسنۍ لري د رسنیو کمیسیون وايي دوی هڅه کوي له دا ډول رسنیو سره له قانون سره سم په یو څه توپير چلند وکړي.

ورته مطالب