د کابل د نوي کال بازار تر پخوا سوړ دی

Image caption دکانداران وايي د پخوا په پرتله ډېر لږ بهرني مشتریان د ډالیو پېرودلو لپاره ورغلي دي.

کابل کې د کرېسمېس او نوي ميلادي کال ډالیو بازار د تېرو کلونو په پرتله خورا پیکه دی.

دکانداران وايي د پخوا په پرتله ډېر لږ بهرني مشتریان د ډالیو پېرودلو لپاره ورغلي دي.

زموږ همکار نور محمد سعید د کابل بازارونو کې ګرځېدلی او وايي په تېرو کلونو کې افغانستان کې د ډېرو بهرنیانو شتوالي په ځانګړې توګه پلازمېنه کابل کې د کرېسمېس پر مهال د ډالیو پېر او پلور بازار هم تود کړی و.

خو سږ کال د دغه پېر او پلور پخوانی رنګ او خوند نه دی پاتې.

د نوي میلادي کال په مناسبت د ډالیو پېر او پلور لیدو لپاره بازار ته ووتم او د ګلونو پلور یوه دکاندار د بازار حال را ته بیان کړ:

"موږ له تېرو کلونو زیات سږ کال چمتووالی درلود، خو هغسې، چې مو تمه وه، مشتریان مو نه درلودل. پخوا مو دغه د کرېسمېس ونې، تازه ګلونه او داسې نور شیان، چې ډالۍ کېږي، راوړل دغه شیان ډېر پلورل کېدل."

یوه بل هټۍ وال فردوس هاشمي، چې د ډالیو په توګه کارېدونکي توکي پلوري وویل، تمه یې درلوده، چې سږ کال به یې مشتریان د پخوا په څېر ډېر وي، خو هغسې و نه شوه.

خو افغانستان کې دېره بهرنیو سرتېرو ته د کرېسمېس او نوي کال جشن هماغسې و، لکه پخوا.

افغانستان کې له جګړې ستړي ستومانه برتانوي پوځيان د هلمند په بسټېین پوځي مرکز کې د جشن لپاره یو ځای شوي وو.

هغه وروستي جشن کې، چې دوی یې له خپل ټاټوبي او کورنیو لرې تېروي.

د نوي کال له راتګ سره هم مهاله د ناټو سازمان غړو هېوادونو یو شمېر لوړ پوړي چارواکي خپلو ځواکونو ته د مبارکۍ ورکولو لپاره افغانستان ته راغلي وو او خپلو سرتېرو سره یې ولیدل.

د بهرنیو سرتېرو سره یو شمېر نورو بهرنیانو، چې افغانستان کې دېره دي، د ځینو هوټلونو تړلو درازو تر شا په کلکو امنیتي تدبیرونو کې دغه جشن ولمانځه.

د کابل یو شمېر هوټلونو، چې بهرنیان د اوسېدو لپاره ورځي څو اوونۍ مخکې د دې مراسمو لپاره چمتوالی کاوه.

ورته مطالب