د امريکايي سرتېرو لپاره نوی کال

Image caption د افغانستان په جګړه کې تر اوسه له ۲۰۰۰ ډېر امريکايي سرتېري وژل شوي دي

د امريکا د پوځي ځواکونو يو کنډک چې ماموريت يې تر راتلونکو دريو مياشتو پورې په افغانستان کې پای ته رسېږي وايي، هيله من دي چې قربانۍ به يې د افغانستان لپاره سوله راولي.

دغه سرتېري چې په افغانستان کې د نوي کال وروستي مراسم لمانځي وايي، له خپلو کورنيو سره يو ځای کېدو ته په بې صبرۍ انتظار باسي.

امريکايي سرتېری بل واټر سټريټ آن په خپله پوځي اډه کې هم وسله له خوا نه لرې کوي. دی په داسې يوه هېواد کې دنده ترسره کوي چې هره شېبه د کومې ناوړه پېښې د کېدو امکان شته.

ښايي دغه ناوړه پېښه د وسله والو مخالفينو له لوري او يا هم د خپلو افغان ملګرو له لاسه وي.

واټر سټريټ څو مياشتې وړاندې افغانستان ته راغلی، چې له خپلو ملګرو سره د وسله والو مخالفينو پر وړاندې وسله پورته کړي.

خو اوس زرګونه کیلومتره له خپلې کورنۍ لرې دلته په افغانستان کې نوی کال لمانځي، په داسې مراسمو چې له خپل هېواد سره يې توپير لري.

په اډه کې د ننه د خوړو خونه له هغو سرتېرو ډکه ده چې د بل په څېر د پوځي ماموريت د ترسره کېدو لپاره افغانستان ته راغلي.

د ډوډۍ خوړلو خونه په رنګه څراغونو او په لاس جوړ شويو خټينو مجسمو ښکلې شوې ده.

دا د نوي ميلادي کال د هرکلي د چمتووالي يوه برخه ده، خو بل وايي سږني مراسم د نورو کلونو پرتله ډېر توپير لري:

''معمولآ کرسمس او نوی کال له خپلو دوستانو او کورنيو سره لمانځو. دلته هم هڅه شوې، هر څه داسې ترتيب شي چې حس وکړو په خپل هېواد کې يو. خو هر څومره چې هڅه وشي واقعیت دا دی چې موږ له خپل هېواده لرې يو. دلته نوی کال زما لپاره دا مانا لري، چې نېټه په کامپيوټر کې بدله شوه. زه مې په خپله کورنۍ پسې ډېر خفه يم''.

هغه وخت چې بل د تېر کال په سر کې د لومړي ځل لپاره افغانستان ته راغی، د دغه هېواد په اړه په ډېر څه نه پوهېده. يوازې همدومره پوهېده چې افغانستان د مرګ ځای دی، خو اوس وايي نظر يې اووښتی دی:

''کله چې له اډې وځو دا زما لپاره په زړه پورې تجربه ده. کله چې دباندې وځو ډول ډول انسانان وينو. کابل ښکلی ښار دی هغسې نه دی چې ما يې په اړه فکر کاوه. غواړم د ماموريت له پای ته رسېدو د سيل لپاره بېرته افغانستان ته ولاړ شم''.

بل دا په يادوي چې له خپلو ملګرو يو يې د افغانستان په جګړه کې له لاسه ورکړی، په هغه جګړه کې چې سلګونه عسکر يې د مرګ کومي ته رسولې دي.

په دغه پوځي اډه کې مېشتو هغو سرتېرو ته چې يو کال يې دلته تېر کړی او ټاکل شوې ځينې يې همدومره نور هم په افغانستان کې پاتې شي، د نوي کال مراسم چندانې مفهوم نه لري.

Image caption ټاکل شوې ډېری امريکايي سرتېري د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستان نه ووځي

په تېره يوه لسيزه کې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو شتون د افغانانو لپاره يو لړ لاسته راوړنې هم لرلې دي.

امريکايي سرتېرې لتاندرا کينلي چې تېر کال افغانستان ته راغلې وايي ماموريت يې د ډېرو افغانانو په ژوند کې بدلون راوستی دی:

''د ايتلافي ځواکونو د يوې غړې په توګه زما باور دا دی چې زموږ ماموريت په هېواد کې زيات بدلونونه راوستي. کله چې زه بهر وځم او وينم چې ښوونځي ته وړې نجونې ځي پوهېږم چې ډېرو شيانو بدلون موندلی. کله چې وينم لارې جوړې شوي او د بیارغونې چارې روانې دي د تېر پرتله توپير احساسوم. هيله منه يم چې په دغه هېواد کې پرمختګ همداسې دوام وکړي''.

خو په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو شتون په دغه هېواد کې د جګړې له پای ته رسېدو سره مرسته ونه کړه.

دغې جګړې د زرګونه ملکي افغانانو ترڅنګ له زرګونه افغان او بهرنيو عسکرو ژوند واخيست.

اوس ټاکل شوې له مخکني مهالوېش سره سم د دې کال تر وروستيو له افغانستان نه د بهرنيو ځواکونو وتل بشپړ شي.

دا د امريکايي عسکرو لپاره يو ښه خبر دی، خو د ډېرو هغو لپاره د اندېښنې وړ دی، چې په افغانستان کې د بهرنيانو شته والی غواړي.

ورته مطالب