' د تړلو دراوزو تر شا پرېکړې د منلو وړ نه دي '

Image caption زه له مدني ټولنې غواړم چې خپل فعالیتونه د کابل ښار پورې محدود نه کړي. ضیاالحق امرخیل

افغانستان کې د ټاکنو لپاره مدنې ټولنې شبکه وايي د ټاکنو د اړونده کمیسیونونو لخوا د بندو دروازه ترشا پرېکړې د دوی لپاره د منلو وړ نه دي.

دغې شبکې د راتلونکو ټاکنو په اړه په خپلو وړاندیزونو کې غوښتنه کړې چې د دې ټاکنو د څارنې لپاره دې دوی ته اړین امکانات برابر کړل شي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون چارواکي وايي ژمنه کوي چې د تېرو ټاکنو نیمګړتیاوې به تکرار نه شي او په دې برخه کې د مدني ټولنې هڅې هم اړینې دي خو په دې شرط چې د مدني ټولنې هڅې تر کابل ښاره محدودې نه وي.

له کابله سمیع الله موسی زي په خپل رپوټ کې د افغانستان مدني ټولنې شبکې له قوله وايي د راتلونکو ټاکنو د نوماندانو د اسنادو د څېړلو او د لومړني نوملړ د اعلان په بهیر کې د روڼتیا نشتوالي ته په پام سره دغه ټولنه غواړي چې په دې بهیر کې د پرانیستو دروازو کړنلاره عملي شي.

دا شبکه چې ۷۵ بنسټونه یې غړیتوب لري وايي د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو کمیسیونونو له خوا د بندو دروازه ترشا پرېکړې د دوی لپاره د منلو وړ نه دي.

د دې شبکې په وړاندیزونو کې چې د مدني ټولني د غړو او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په ګډه غونډه کې وړاندې شول، له افغان امنیتي ځواکونو غوښتل شوي چې د ټاکنو د امنیت په اړه خلکو ته ډاډ ورکړي.

د افغانستان د مدني ټولنې شبکه په راتلونکو ټاکنو کې د احتمالي درغلیو په اړه اندېښمنه ښکاري او غوښتنه کوي چې په دې ټاکنو کې د درغلیو د مخینوي لپاره اغېزمنه ستراتیژي طرحه او تطبیق شي.

دې اندېښنو ته ځواب کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون چارواکي وايي ژمن دي چې د تېرو ټاکنو نیمګړتیاوې به نه تکراریږي. د دغه کمیسیون د دارالانشا ريیس ضیاء الحق امرخیل وویل د دې ژمنې د ترسره کولو لپاره د مدنې ټولنې رول مهم دی خو په دې شرط چې د مدنې ټولنې فعالیت په کابل ښار کې محدود پاتې نه شي.

' زه له مدني ټولنې غواړم چې خپل فعالیتونه د کابل ښار پورې محدود نه کړي، نورو ولایتونو ته ولاړ شو، ولسوالیو ته ولاړ شو، او د افغانستان خلکو ته اګاهي ورکړو. هره دروازه وټکوو ترڅو داتاریخي ټاکنې په موفقیت سره ترسره شي.'

د مدني ټولنې د استازو او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په دغې غونډه کې د افغانستان د مدني ټولنې، د ښځو چارو او ارشاد او اوقافو وزارتونو ترمنځ تفاهم لیک هم لاسلیک شو . د دې تفاهم لیک له مخې به دا دواړه وزارتونه د عامه پوهاوي برخه کې له مدنې ټولنې سره په همغږۍ د ټاکنو په اړه د عامه پوهاوي په برخه کې کار کوي.

ورته مطالب