امریکايي سناتورانو کابل ته راڼه پېغامونه درلودل

Image caption د امریکايي سناتورانو پلاوي ویلي له ولسمشر حامد کرزي یې وغوښتل چې امنیتي تړون هم ورسره ژر تر ژره لاسلیک کړي.

د امریکا یوه جمهوریت غوښتونکي سناتور لینزي ګراهم کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي، که افغانستان د بګرام زندان ۸۸ زندانیان پرته له محاکمې خوشي کړي، وايي ورسره به د امریکا او افغانستان اړيکي دومره خراب شي چې اټکل به يې هم نه وي شوی.

د امریکايي سناتورانو پلاوي ویلي له ولسمشر حامد کرزي یې وغوښتل چې امنیتي تړون هم ورسره ژر تر ژره لاسلیک کړي.

د امریکايي سناتورانو دغه پلاوي کابل ته د سفر پر مهال له ځان سره افغان حکومت ته راڼه پيغامونه لرل، چې د امنیتي تړون د ‌ژر لاسلیکولو غوښتنه او د ب‍ګرام د زندان د ۸۸ زندانیانو د خوشي کولو پر وړاندې غږ پورته کول له همدغه راز پيغامونو څخه بللی شو.

جمهوریت غوښتونکي سناتور جان مکېن وویل له ولسمشر حامد کرزي سره یې د امنیتي تړون په اړه هر اړخیزې خبرې کړي، پیغام یې دا و چې هېواد یې نه غواړي هغه څه په افغانستان کې تکرار شي چې په عراق کې وشول.

"نه غواړو هغه څه چې په عراق کې وشول دلته هم تکرار شي. که دا تړون لاسلیک شي طالبانو ته روښانه پیغام ورکوي چې موږ لا هم دلته یو او له افغانستان سره مو اړیکي اوږد مهاله دي، خو که دا تړون لاسليک نه شي موږ مجبور یو چې له افغانستانه وځو، چې له دې سره به د دغه هېواد او سیمې امنیت له ګواښ سره مخامخ شي."

افغان ولسمشر حامد کرزي له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیکولو لپاره یو شمېر شرطونه را مخې ته کړي دي.

یو دا چې هغه هېواد به د سولې راوستو بهیر ته ژمن ګرځي او بل دا چې د افغانانو کورونه به نه پلټي.

د امریکايي سناتورانو پلاوی داسې مهال کابل ته راځي چې د بګرام د زندانیانو د دوسيو ارزونکې جرګه ګۍ ویلي سلګونه بندیان یې خوشې کړي دي.

بل جهموریت غوښتونکي سناتور لینزي ګراهم وویل د بګرام په زندانیانو کې ۸۸ داسې خطرناک بندیان هم شته چې پرېښودل به یې د افغانانو او بهرنیانو امنیت له ګواښ سره مخامخ کړي.

"داسې اسناد شته چې ښيي دغه ۸۸ کسان د ایتلاف د څه باندې سلو سرتېرو او د نژدې۶۰ افغان سرتېرو په وژنه کې لاس لري. که دا کسان پرته له محاکمې خوشي کړل شي د افغانستان قضايي جوړښت له پوښتنې سره مخامخېږي. موږ ته به ستونزمنه وي چې خپلو خلکو ته ووایو دا کسان پرته له محاکمې خوشي شوي دي، که دا زندانیان خوشي شي د امریکا او افغانستان اړيکي به دومره خراب شي چې اټکل به یې هم نه وي شوی."

د بګرام د زندانیانو د دوسيو ارزونکې جرګه ګۍ هم ویلي چې د دغه شمېر زندانیانو خوشي کول د اوسمهال لپاره ځنډول شوي دي.

هغه څه چې روښانه نه دي دا دي چې ایا د امریکايي سناتورانو دغه سفر به د دې لامل شي چې اوس افغان حکومت له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړي که نه.

ښاغلي کرزي له دغه پلاوي سره د لیدو پر مهال يو ځل بیا پر خپلو پخوانیو شرطونو ټینګار وکړ.

ورته مطالب