''د زابل د پوهنې رييس خپلوانو خبريال وهلی''

Image caption زلمی حليمي ادعا کوي چې تر وهلو وړاندې ورته ګواښونه شوي دي

د افغانستان له سویل نه داسې راپورونه ورکړای شوي، چې ګواکې د زابل د پوهنې د رييس خپلوانو په دغه ولايت کې د ملي راديو تلوېزيون خبريال زلمی حليمي وهلی ډبولی دي.

د زابل د پوهنې رييس رحيم الله لودين بي بي سي ته وويل دغه شخړه په پوهنې پورې تړاو نه لري او دا د خبريالانو ترمنځ خپلمنځي ستونزه وه.

خو ده دا ومنله هغه کس چې د ملي راډيو تلويزيون خبريال زلمي حليمي وهلی د ده ورور او له يوې رسنۍ سره کار کوي.

د ملي راډيو تلوېزيون ډبول شوی خبريال زلمی حليمي ادعا کوي، د ډبولو انګېزه يې دا ده چې څو ورځې وړاندې يې د شاجوی ولسوالۍ د خلکو هغه راپور خپور کړ، چې د دغه ولايت د پوهنې پر مشر يې د فساد تور پورې کړی و.

ښاغلي حليمي خبریالانو ته ويلي په دغه راپور کې راغلي و، چې د زابل د پوهنې مشر د هغو ښوونځيو پيسې اخلي چې په دغه ولايت کې تړلي دي.

زلمی حليمي ادعا کوي، چې تېره ورځ (پنجشنبه) دی لومړی وګواښل شو او بيا وډبول شو چې وروسته د درملنې لپاره روغتون ته واستول شو.

د زابل امنيه قومندان غلام سخي روغ لېوني بي بي سي ته تاييد کړې چې دوی ته هم د يوه خبريال د وهلو ډبولو راپور وررسېدلی دی.

دی وايي د دغه راپور په اړه يې پلټنې پیل کړي او هغه کسان به عدلي او قضايي ادارو ته وروپېژني، چې له قانون نه يې سرغړونه کړې ده.

د خبريالانو اندېښنې

د زابل د پرس کلب مشر بشير احمد ښاغلی فیضان وايي، د چارواکو له خوا د خبريالانو ګواښل او وهل ډبول به په دغه ولايت کې د نورو خبريالانو پر فعاليتونو منفي اغېز وکړي.

ښاغلي فيضان له عدلي او امنيتي ادارو د دغې پېښې په تړاو د عادلانه او رڼو پلټنو غوښتنه کړې ده.

تر دې وړاندې هم په دغه ولايت کې د يو شمېر کړيو له خوا خبريالان ګواښل شوي، خو دا د ۲۰۱۴ کال لومړۍ پېښه ده، چې په دغه ولايت کې شوې ده.

په افغانستان کې د رسنيو د ملاتړ ادارې نی په خپل وروستي راپور کې ويلي، چې په ۲۰۱۳ کال کې په دغه هېواد کې له خبريالانو سره د زورزياتي لسګونه پېښې شوي دي.

په راپور کې ويل شوي، چې په ۲۰۱۳ کال کې درې خبريالان وژل شوي، اووه کسه ټپي شوي، ۳۴ کسه وهل ډبول شوي او ۲۶ پېښې خبريالانو ته د ګواښونو او سپکاوي دي.

ورته مطالب